د برېښنالیک، تلېفون شمېرې، یا کارن نوم په اړه مرسته چې له مخکې څخه کارول کېږي

که هڅه کوئ چې یو حساب جوړ کړئ خو تاسو ته ویل کېږي چې ستاسو برېښنالیک پته، کارن نوم، یا د تلېفون شمېره له مخکې څخه په Twitter کې کارول کېږي، دلته څو توضیحات شته چې ولې:

که ستاسو معلومات له یوه غیر فعال شوي حساب سره تړاو ولري
 

  • کله چې تاسو یو حساب غیرفعالوئ، کارن نوم او برېښنالیک پتې به د غیر فعالولو له نېټې څخه تر ۳۰ ورځو پورې په بل حساب کې د کارولو لپاره د لاسرسي وړ نه وي. 
  • که له ۳۰ ورځو زیاتې تېرې شوي وي چې تاسو خپل حساب غیر فعال کړی دی، مهرباني وکړئ زموږ د ملاتړ له ټیم سره اړیکه ونیسئږ دوی نه شي کولای ستاسو حساب بېرته ترلاسه کړي، خو کولای شي ډاډه شي چې ستاسو معلومات زموږ له سیستم څخه پاک شوي.
     

که ستاسو کارن نوم، تلېفون شمېره، یا برېښنالیک پته له یوه ځنډول شوي حساب سره تړاو ولري
 

  • له ځنډول شویو حسابونو سره تړلي کارن نومونه، تلېفون شمېرې، او برېښنالیک پتې په هېڅ حالت کې د کارولو لپاره د لاسرسي وړ نه دي.
     

که په Twitter کې بل فعال حساب وي چې ستاسو برېښنالیک پته یا کارن نوم کاروي
 

  • یوه برېښنالیک پته په یوه وخت کې یوازې له یوه Twitter حساب سره نښلول کېدای شي. که ستاسو معلومات د لاسرسي وړ نه وي، ښايي په Twitter کې بل حساب ولرئ. 
  • د دې لپاره چې وگورئ چې ستاسو برېښنالیک پته له مخکې څخه کارول کېږي او که نه، ځان ته د پټ نوم د یادونې د برېښنالیک استولو هڅه وکړئ. که تاسو تایید کړئ چې برېښنالیک مو کارول کېږي او غواړئ د Twitter له بل حساب څخه یې پاک لرې کړئ، زموږ د ستونزې حلولو (troubleshooting) لارښوونهتعقیب کړئ. 
  • د دې لپاره چې وگورئ چې کارن نوم مو له مخکې څخه کارول کېږي او که نه، هڅه وکړئ کارن نوم له دې URL: twitter.com/[کارن نوم دلته ولیکئ] سره ونښلوئ. که په URL کې هېڅ حساب نه وي، په ډېر احتمال سره چې کارن نوم له یوه غیر فعال شوي یا ځنډول شوي حساب سره تړلی دی.

یادښت: که تاسو خپله تلېفون شمېره د حساب له غیر فعالولو څخه مخکې له خپلو تنظیماتو (Settings) څخه ړنگه نه کړئ، تر ۳۰ ورځو پورې نه شی کولای د تلېفون شمېره په بل حساب کې وکاروئ.

دغه مقاله شریکه کړئ