د سرغړونو راپور

په دغه مقاله کې د X له قوانینو او د کارولو له شرایطو څخه د احتمالي سرغړونو د راپور څرنگوالی ته عمومي کتنه شوې ده.

 
له ټویټ، لېست، یا پېژنیال څخه په مستقیم ډول د راپور کولو طریقه

کولای شئ د سپم، ناوړه یا زیانمنې منځپانگې، نامناسبو سوداگریزو اعلانونو، ځان ته د زیان رسولو یا د هویت د جعل په گډون، ځانگړې سرغړونې په مستقیم ډول له یوه ټویټ، لېست یا پېژنیال څخه راپور کړئ. د سرغړونو د نورو ډولونو د راپور کولو په اړه د معلوماتو لپاره، لاندې  د سرغړونو د ځانگړو ډولونو د راپور کولو طریقه وگورئ.


د سرغړونو له امله د انفرداي ټویټونو راپول کول:

زده کړئ چې ټویټونه، لېستونه، یا متسقیم پیغامونه څنگه د سرغړونو له امله راپور کړئ.


د سرغړونو له امله د رسنیزو مواد د راپور طریقه:

زده کړئ چې څنگه ټویټونه د رسنیزو موادو له امله راپور کړئ، او د X د رسنیزو موادو پالیسي ولولئ.

 

د سرغړونو له امله د پېژنیالونو د راپور طریقه:

  1. هغه پېژنیال چې غواړئ راپور یې کړئ، پرانیزئ.
  2. د پر سر اوښتلو (overflow) آیکن  غوره کړئ
  3. راپور کړئ غوره کړئ او بیا د هغې ستونزې ډول غوره کړئ چې غواړئ راپور یې کړئ.
  4. که تاسو ناوړه یا زیانمن دي غوره کړ، موږ به له تاسو څخه د هغې ستونزې په اړه چې راپور کوئ یې، د اضافي معلوماتو د وړاندې کولو غوښتنه وکړو. همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغواړو چې له هغه حساب څخه چې راپور کوئ یې، اضافي ټویټونه غوره کړئ څو ستاسو د راپورد ارزولو لپاره لا ښه زمینه ولرو.
  5. موږ به د هغو ټویټونو متن چې تاسو راپورکړي دي تاسو ته په تعقیبي برېښنالیکونو او خبرتیاوو کې شامل کړو. د دغو معلوماتو له ترلاسه کولو څخه د مخنیوي لپاره، مهرباني وکړئ د دغه راپور په اړه تازه معلومات کېدای شي دغه ټویټونه وښيي تر څنگ مربع مه غوره کوئ.
  6. کله چې تاسو راپور واستوئ، تاسو ته به په X کې د خپلې تجربې د ښه کولو په موخه د اضافي اقداماتو لپاره سپارښتنې وکړو.
 


په شېبه (Moment) کې د ځانگړې منځپانگې د راپور کولو طریقه
 

په یوه شېبه (Moment) کې د سرغړونو له امله د یوه ټویټ د راپور کولو طریقه:

  1. په شېبه (Moment) کې هغه ټویټ ته ولاړ شئ چې غواړئ راپور یې کړئ. 
  2. پر  آیکن کلېک وکړئ یا یې کېکاږئ.
  3. پر ټویټ راپور کړئ کلېک وکړئ یا یې کېکاږئ.
  4. د موضوع ډول چې غواړئ موږ ته یې راپور کړئ غوره کړئ.
  5. کله چې تاسو راپور واستوئ، تاسو ته به په X کې د خپلې تجربې د ښه کولو په موخه د اضافي اقداماتو لپاره سپارښتنې وکړو.
     

د سرغړونو له امله د شېبې (Moment) راپور کول:

دې ته په کتلو سره چې څه ډول سرغړونه راپور کوئ، د یوې شېبې (Moment) د راپور کولو لپاره بېلابېلې طریقې شته دي. لاندې د هغو سرغړونو لېست دې چې ښايي ویې وینئ:

د سرغړونې د ډول له معلومولو وروسته یې راپور کړئ، لاندې لارښوونې تعقیب کړئ.

  1. له پورته یادو شویو بڼو څخه یوه یې غوره کړئ.
  2. د هغې شېبې (Moment) URL دننه کړئ چې غواړی راپور یې کړئ.
  3. په شېبه (Moment) کې تر ۵ پورې ټویټونه موږ ته وړاندې کړئ چې ښايي سرغړونه وي.
  4. کله چې تاسو راپور واستوئ، تاسو ته به په X کې د خپلې تجربې د ښه کولو په موخه د اضافي اقداماتو لپاره سپارښتنې وکړو.
 


د X Space یا په یوه Space کې د یوه شخص د راپور کولو طریقه

که فکر کوئ چې یو Space یا په یوه Space کې یو کس د Xله قوانینو او پالیسیو څخه سرغړونه کوي، کولای شئ راپور یې کړئ. ویناوال او اورېدونکي کولای شي یو Space یا په یوه Space کې یو حساب راپور کړي. 

د سرغړونو له امله د رسنیزو مواد د راپور طریقه:

  1. کله جې په Space کې وئ، د پر سر اوښتلو (overflow) آیکن کېکاږئ.
  2. دغه Space راپور کړئ کېکاږئ.
  3. د موضوع ډول چې غواړئ موږ ته یې راپور کړئ غوره کړئ.
  4. د Space له راپور کولو وروسته به د وتلو یا پاتې کېدلو انتخاب ولرئ.
     

د سرغړونو له امله د حساب راپور کولو طریقه:

  1. کله چې په Space کې وئ، د حساب د پېژنیال پر تصویر کېکاږئ.
  2. راپور کړئ کېکاږئ.
  3. د موضوع ډول چې غواړئ موږ ته یې راپور کړئ غوره کړئ.
  4. د حساب له راپور کولو وروسته به د وتلو یا پاتې کېدلو انتخاب ولرئ.
 


د یوه محصول د راپور کولو طریقه

که فکر کوئ چې په X کې د یوه پلورنکي  یو محصول زموږ د پلورلو له پالیسیو څخه سرغړونه کوي، کولای شئ په مستقیم ډول یې د iOS یا انډرویډ لپاره د X له کاریال څخه راپور کړئ.

له Shop Spotlight  څخه د یوه محصول د راپور کولو طریقه:

  1. کله چې د پلورنکي په پېژنیال کې یئ، Shop Spotlight پیدا کړئ.
  2. پر هغه محصول چې غواړئ راپور یې کړئ، د نور (more) آیکن  غوره کړئ.
  3.  محصول راپور کړئ غوره کړئ.
  4. که د فکري ملکیت د حقونو د ستونزو له امله یو محصول راپور کوئ، د فکري ملکیت سرغړونه غوره کړئ. باید د محصول پېژند ولیکئ. همدارنگه کولای شئ د فکري ملکیت سرغړونه دلته په مستقیم ډول واستوئ.

    که محصول د نورو دلایلو له امله راپور کوئ، بله سرغړونه غوره کړئ. 

 

د X له پلورنځي څخه د یوه محصول د  راپور کولو طریقه:

  1. د X له پلورنځي څخه هغه محصول ته ولاړ شئ چې غواړئ راپور یې کړئ. 
  2. تر هغه پر محصول کېکاږئ څو د محصول د راپور کولو تڼۍ څرگنده شي.
  3. محصول راپور کړئ  غوره کړئ.
  4. که د فکري ملکیت د حقونو د ستونزو له امله یو محصول راپور کوئ، د فکري ملکیت سرغړونه غوره کړئ. باید د محصول پېژند ولیکئ. همدارنگه کولای شئ د فکري ملکیت سرغړونه دلته په مستقیم ډول واستوئ.

    که محصول د نورو دلایلو له امله راپور کوئ، بله سرغړونه غوره کړئ. 
 


د سرغړونو د ځانگړو ډولونو د راپور کولو طریقه
 

لاندې معلومات د هغو سر غړونو ډولونه ښيي چې کولای شئ د مرستې له مرکز څخه یې موږ ته راپور کړئ.

یادښت: کله چې د مرستې د مرکز له لارې د X له قوانینو اود کارولو له شرایطو څخه احتمالي سرغړونې راپور کوئ، ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې موږ ته اجازه راکړئ څو ستاسو د راپور ځینې برخې له درېیمو لوریو سره شریکې کړو، لکه اغېزمن شوی حساب.

 


د بل چا په استازیتوب د راپور کولو طریقه
 

کولای شئ د بل چا په استازیتوب سرغړونې راپور کړئ. د خپل راپورد استولو لپاره پورته یادې شوې ډلبندۍ او لارښوونې وگورئ یا له موږ سره اړیکه ونیسئ. همدارنگه تاسو کولای شئ په مستقیم ډول له ټویټ یا پېژنیال څخه راپور وکړئ (په پورتنۍ برخه کې له ټویټ، لېست، یا پېژنیال څخه په مستقیم ډول د راپور کولو طریقه وگورئ).

دغه مقاله شریکه کړئ