د X قوانین

د X موخه عامو خبرو ته خدمت کول دي. تاوتریخوالی، ځورونه او د چلند ورته نور ډولونه له ځان څرگندولو څخه زړه‌توري کوي، او بالاخره د نړۍ‌والو عامو خبرو ارزښت کموي. زموږ قوانین دا دي څو ډاډه کړو چې ټول خلک کولای شي په ازاده او خوندي توگه په عامو خبرو کې گډون وکړي.
 

خوندیتوب

تاوتریخجنه وینا: تاسو نه شئ کولای د تاوتریخوالي یا زیان گواښ وکړئ، ویې هڅوئ، ستاینه یې وکړئ یا لېوالتیا ورته څرگنده کړئ.  نور پوه شئ.

تاوتریخجن او کرکجن بنسټونه: تاسو نه شئ کولای له تاوتریخجنو او کرکجنو بنسټونو سره تړاو ولرئ یا یې فعالیتونه ترویج کړئ.  نور پوه شئ.

له ماشوم څخه جنسي گټه‌اخیستنه: موږ پر X له ماشوم څخه د جنسي گټې‌اخیستنې لپاره هېڅ زغم نه لرو.  نور پوه شئ.

ناوړه گټه‌اخیستنه/ځورونه: تاسو نه شئ کولای د ناوړه گټې اخیستنې منځپانگه خپره کړئ، د یوه شخص په هدفمنده ځورونه کې ښکېل شئ، یا نور خلک ورته ولمسوئ.  نور پوه شئ.

کرکجن چلند: تاسو نه شئ کولای د نژاد، توکم، ملي رېښې، طبقې، جنسي تمایل، جنسیت، جنسیتي هویت، مذهبي تړاو، عمر، معلولیت، یا جدي ناروغي له مخې پر نورو خلکو برید وکړې.  نور پوه شئ

د تاوتریخجنو برېدونو مرتکبین: موږ ټول هغه حسابونه چې د ترهگریزو، تاوتریخجنو توندلارو، یا ډله‌ییزو بریدونو د مرتکبینو له خوا ساتل کېږي، لرې کوو او هغه ټوېټونه چې د مرتکبینو له لوري اعلامیې یا نورې تولید شوې منځپانگې خپروي هم لرې کوو.  نور پوه شئ

ځان وژنه: تاسو نه شئ کولای ځان وژنه یا ځان ځورونه دود یا وهڅوئ.  نور پوه شئ.

حساس رسنیز مواد: تاسو نه شئ کولای داسې مواد خپاره کړئ چې له حد څخه زیات خونړي وي یا په ژوندۍ وېډیو یا په پېژنیال یا د سرلیک په انځورونو کې تاوتریخجنه یا د لویانو منځپانگه شریکه کړئ. هغه مواد چې جنسي تاوتریخوالی او یا تېری انځوروي هم اجازه نه لري.  نور پوه شئ

غیر قانوني یا په ځانگړې توگه تنظیم شوي توکي یا خدمات: تاسو نه شئ کولای زموږ خدمات د غیر قانوني موخو یا د غیر قانوني فعالیتونو د پر مخ وړلو لپاره وکاروئ. په دې کې د غیر قانوني توکو یا خدماتو، همدارنگه د تنظیم شویو توکو او خدماتو د ځانگړیو ډولونو پلورل، پېرل، یا د معاملو اسانول راځي.  نور پوه شئ.

محرمیت

 

شخصي معلومات: تاسو نه شئ کولای د یوه شخص شخصي معلومات (لکه د کور د تلېفون شمېره او پته) د هغوی له څرگند واک او اجازې پرته خپاره یا پوسټ کړئ. همدارنگه موږ د شخصي معلوماتو په افشا کولو گواښل یا نور دې کار ته هڅول منع کوو.  نور پوه شئ.

له رضایت پرته بربنډتوب: تاسو نه شې کولای د یو کس محرم عکسونه یا وېډیوگانې چې د دوی له اجازې پرته تولید یا خپرې شوې وي، پوسټ یا شریکې کړئ.  نور پوه شئ.

حساب له خطر سره مخامخ کول: تاسو نه شئ کولای له خپل حساب (یا هغو حسابونو چې تاسو ته په مستقیم ډول د X د ټیمونو د اجازې، OAuth اجازه یا ورته میکانېزم له لارې د دې کار اجازه درکړل شوی) پرته د X بل کوم حساب ته د ننوتلو یا په بل ډول شخصي معلوماتو یا د حساب ځانگړنو ته د لاسرسي، زیاتولو، ړنگولو یا تغییرولو لپاره د کارن هویتي معلومات، پټ نومونه، نښې یا ټوکن، کیلۍ، کوکي یا نور اطلاعات وکاروئ یا یې د کارولو هڅه وکړي.  نور پوه شئ.

کره‌والی


په پلټفارم کې لاسوهنه او سپم:
تاسو نه شئ کولای د X خدمات په داسې طریقه وکاروئ چې موخه یې په مصنوعي توگه د معلوماتو خپرول یا درول وي یا په داسې چلند کې ښکېل شئ چې پر X د نورو خلکو پر تجربه اغېز کوي او گډوډوي یې.  نور پوه شئ.

مدني امانتولي: تاسو نه شئ کولای د X خدمات په ټاکنو یا نورو مدني پروسو کې د لاسوهنې یا مداخلې په موخه وکاروئ. په دې کې د داسې منځپانگې پوسټ کول یا شریکول راځي چې ښايي گډون ودروي یا خلک د یوې مدنې پروسې د وخت، ځای، یا د گډون کولو د څرنگوالي په اړه تېرباسي.  نور پوه شئ.

تېرایستونکې او غولوونکي هویتونه: تاسو نه شئ کولای د نورو د تېرایستلو، مغشوشولو یا غولولو لپاره د افرادو، ډلو یا سازمانونو هویت جعل کړئ، او له جعلي هویت څخه په داسې طریقه گټه واخلئ چې پر X د نورو تجربه گډوډه کړئ. نور پوه شئ.

مصنوعي او لاس وهل شوې رسنیز مواد: تاسو نه شئ کولای په تېر ایستونکې توگه مصنوعي او لاس وهل شوې رسنیز مواد چې ښايي د زیان لامل شي شریک کړئ. سربېره پر دې، ښايي هغه ټویټونه چې مصنوعي او لاس وهل شوې رسنۍ لري په نښه کړو څو له خلکو سره مرسته وکړو چې پر کره‌والي يې پوه شي او اضافي زمینه وړاندې کړو.  نور پوه شئ.

کاپي رایټ او سوداگریزه نښه: تاسو نه شئ کولای د کاپي رایټ او سوداگریزې نښې په گډون د نورو د فکري ملکیت حقونه نقض کړئ. د سوداگریزې نښې د پالیسۍ او د کاپي‌رایټ د پالیسۍ په اړه نور پوه شئ.

په وېډیويي منځپانگه کې د درېیم لوري اعلانونه


تاسو نه شئ کولای، زموږ له مخکینۍ رضایت پرته، زموږ پر خدماتو یا یې له لارې داسې وېډيويي منځپانگه واستوئ، پوست یې کړئ یا یې وښیئ چې د درېیم لوري اعلانونه لکه له خپرېدلو مخکې اعلانونه یا د مالي ملاتړ گرافیک، لري.


تطبیق او د بیاکتنې غوښتنې

د دغو قوانینو د نه مراعاتو کولو د بالقوه پایلو یا د تطبیق د مخنیوی لپاره د هڅې کولو او همدارنگه د بیاکتنې د غوښتنې د څرنگوالي په گډون، د تطبق لپاره زموږ د کړنلارې په اړه
نور پوه شئ.

دغه مقاله شریکه کړئ