زما له هک شوي حساب سره مرسته وکړئ

که فکر کوئ چې ستاسو حساب هک شوی دی او نشئ کولای د خپل کارن نوم او رمز په کارولو سره خپل حساب ته ننوځئ، نو د مهربانۍ له مخې لاندې کارونه ترسره کړئ:

1. د رمز د بدلولو غوښتنه وکړئ


خپل رمز   د رمز بدلولو له فورم (password reset form)څخه د برېښنالیک له لارې بدل کړئ. هڅه وکړئ خپل کارن نوم او برېښنالیک دننه کړئ او په هغه برېښنالیک کې خپل د رمز د بدلولو برېښنالیک وګورئ چې تاسو له خپل ټویټر حساب سره ثبت کړی دی. 

که چیرته د رمز له بدلولو څخه وروسته خپل حساب ته په ننوتو بریالي شوئ، نو د مهربانۍ له مخې وګورئ چې ایا ستاسو حساب له خطر سره مخ و که نه او بیرته خپل حساب خوندي کړئ.

 

2. که اوس هم مرستې ته اړتیا لرئ نو د مرستې له برخې سره اړیکه ونیسئ


که تر اوسه هم خپل حساب ته نشئ ننوتلای، نو د مرستې د غوښتنې  (Support Request) په تسلیمولو له موږ سره اړیکه ونیسئ. تاسې باید د هک شوي ټویټر حساب له پاره ثبت شوی برېښنالیک وکاروئ؛ وروسته به موږ اضافي معلومات او لارښوونې هغه برېښنالیک ته واستوو. کله چې خپل د مرستې غوښتنه تسلیموئ، نو د مهربانئ له مخې دواړه هم خپل کارن نوم او هغه نېټه چې د وروستي ځل تاسې خپل حساب ته لاسرسی درلود شامل کړئ. 

که چیرته تاسو له خپل ټویټر حساب سره ثبت شوي برېښنالیک ته لاسرسی له لاسه ورکړی وي نو دا چې په دې اړه باید څه وکړئ، د دې له پاره نور معلومات ترلاسه کړئ. 

دغه مقاله شریکه کړئ