زما له خطر سره مخ شوي حساب سره مرسته وکړئ

که ستاسو حساب له خطر سره مخ شي خو تاسو لا هم کولای شئ دننه شئ، دا پاڼه به له تاسو سره مرسته وکړئ چې خپل حساب خوندي کړئ او ناغوښتل شوي چلندونه ودروئ. 

 

ایا زما حساب له خطر سره مخ شوی دی؟


آیا:

  • له خپل حساب څخه مو نه تمه کېدونکو ټویټونو ته پام شوی
  • له خپل حساب څخه مو نه غوښتل شوي پیغامونه استول شوي
  • په خپل حساب کې مو نور چلندونه لیدلي دي چې تاسو نه دي کړي یا تایید کړي (لکه څارل، نه څارل، یا بلاک کول)
  • له موږ څخه مو خبرتیا ترلاسه کړې چې څرگندوي ستاسو حساب ښايي له خطر سره مخ وي
  • له موږ څخه مو خبرتیا ترلاسه کړې چې څرگندوي ستاسو د حساب معلومات بدل شوي دي، خو تاسو هغه نه وي بدل کړي
  • پام شوی مو دی چې پټ نوم مو نور کار نه کوي او له تاسو څخه غوښتل کېږي چې بیا یې تنظیم کړئ

 

که مو له پورتینو پوښتنو څخه هر یوې ته هو ځواب ورکړئ وي، مهرباني وکړئ لاندې گامونه واخلئ:


۱. خپل پټ نوم بدل کړئ

مهرباني وکړئ سملاسي په تنظیماتو کې د پټ نومله ټب څخه خپل پټ نوم بدل کړئ. که له حساب څخه وتلي وئ، د ننوتلو پاڼې ته ولاړ شئ او پر پټ نوم مې هېر شوی دی کلېک وکړئ څو پټ نوم بیا تنظیم کړئ. مهرباني وکړئ یو پیاوړی پټ نوم وکاروئ چې مخکې مو نه وي کارولی. 

۲. ډاډه شئ چې برېښنالیک پته مو خوندي ده

ډاډه شئ چې ستاسو له حساب سره تړلې برېنښالیک پته خوندي ده او تاسو یوازینی کس یې چې لاسرسی ورته لرئ. کولای شئ خپله برېښنالیک پته د X له کاریال (iOS یا Android) څخه یا X.com ته په ننوتلو او د تنظیماتو په ټب کې د حسابپه کتلو سره بدله کړئ. د خپلې برېښنالیک پتې د اپډېټولو د لارښوونولپاره دغه مقاله، او د برېښنالیک حساب د اضافي امنیتي لارښوونولپاره دغه مقاله وگورئ.

۳. ۴. د درېیم لوري کاریالونو سره پیوستونونه لغوه کړئ

کله چې خپل حساب ته دننه شئ، پهخپلو تنظیماتو کې کاریالونه وگورئ. د درېیم لوري هر هغه کاریال ته لاسرسی لغوه کړئ چې نه یې پېژنئ.

۴. د درېیم لوري په خپلو باوري کاریالونو کې خپل پټ نوم اوسمهالی کړئ

که یو باوري بهرنی کاریال ستاسو د X پټ نوم کاروي، ډاډ ترلاسه کړئ چې په هغه کاریال کې خپل پټ نوم اوسمهالی کړئ. له دې پرته، ښايي د ننوتلو د ناکامو هڅو له امله په موقتي توگه له خپل حساب څخه بهر پاتې شئ.

ستاسو حساب باید اوس خوندي وي، او باید له خپل څخه نه تمه کېدونکي چلندونه و نه وینئ. که له هم ستونزې تجربه کوئ، مهرباني وکړئ د مرستې لپاره د ملاتړ یوه غوښتنه ثبت کړئ.
 

۵. که لا هم مرستې ته اړتیا لرئ له ملاتړ سره اړیکه ونیسئ

که د پټ نوم د بیا تنظیمولو له هڅې وروسته لا هم نه شئ کولای چې دننه شئ، د ملاتړ د غوښتنې په استولو له موږ سره اړیکه ونیسئ. ډاډه شئ چې له خطر سره مخ شوي   X حساب سره تړلې برېښنالیک پته وکاروئ؛ بیا به موږ هغې برېښنالیک پتې اضافي معلومات او لارښوونې ته واستوو. د ملاتړ د غوښتنې د استولو پر مهال، مهرباني وکړئ خپل کارن نوم او خپل حساب ته د وروستي ځل لاسرسي نېټه ولیکئ.


په دې اړه نور پوه شئ که د خپل X حساب سره تړلې برېښنالیک پتې ته مو لاسرسی له لاسه وتلی وي څه کولای شئ.

 

له ساده احتیاطي تدابیرو سره خپل حساب خوندي کړئ


که ستاسو حساب له خطر سره مخ شوی وي، دغه اضافي احتیاطي تدابیر ترسره کړئ:

  • ټول هغه ناغوښتل شوي ټويټونه ړنگ کړئ چې هغه مهال خپاره شوي دي چې ستاسو حساب له خطر سره مخ شوی و.
  • خپل کمپیوټر د وایروسونو او بدو پوستغالو (malware) لپاره سکن کړئ، په ځانگړې توگه که د پټ نوم له بدلولو وروسته د حساب د غیر مجازو چلندونو پوسټ کېدل ادامه لري.
  • د خپل عامل سیستم او کاریالونو لپاره امنیتي پینې یا پچونه نصب کړئ.
  • تل یو پیاوړی، نوی پټ نوم وکاروئ چې بل ځای یې نه کاروی او اټکل یې ستونزمن وي.
  • د دوه عامله کره توب کارول په پام کې ونیسئ. یوازې پر پټ نوم د تکیه کولو پر ځای، د ننوتلو تایید دوییمه کتنه یا چک معرفي کوي څو ډاډه کړي چې تاسو او یوازې تاسو کولای شئ خپل X حساب ته لاسرسی پیدا کړئ.   دا یوه مهمه امنیتي ځانگړنه ده چې ستاسو حساب ته د خوندیتوب یوه اضافي لایه زیاتوي او د غیر مجاز لاسرسي خطر په پام وړ توگه راکموي.
  • له خطر سره د حساب د مخ کېدلو د خطر کمولو د یوې غوره طریقې په توگه خپل د ننوتلو باورلیکونه له هېچا سره مه شریکوئ.

کولای شئ زموږ د حساب امنیتي ټکو په پاڼه کې نور معلومات ومومئ.

 

حسابونه څنگه له خطر سره مخ کېږي؟ 


که مو خپل کارن نوم او پټ نوم یو مخرب درېیم لوري کاریال یا وېب سایټ ته ورکړئ وي، که ستاسو د X حساب د کمزوري پټ نوم له امله زیان‌ مننونکی وي، که ستاسو په کمپیوټر کې ویرسونه یا بد پوستغالي (malware) پټ نومونه ټولوي، یا تاسو په یوه له خطر سره مخ شبکه کې وئ، ښايي ستاسو حساب له خطر سره مخ شي.

نه تمه کېدونکې اوسمهالونې تل په دې معنا نه دي چې ستاسو حساب له خطر سره مخ شوی دی. ځینې وختونه د درېیم لوري یو کاریال کېدای شي ستونزه ولري چې د نه تمه کېدونکي چلند لامل کېږي. که عجیب چلند وینئ، د خپل پټ نوم بدلول او یا د پیوستونونو لغوه کول به یې ودروي، ځکه کاریال به نور ستاسو حساب ته لاسرسی و نه لري.

که ستاسو په حساب کې داسې اوسمهالونې را څرگندېږي چې تاسو نه دي خپرې کړې یا تایید کړي، غوره ده چې ژر تر ژره اقدام وکړئ. 

دغه مقاله شریکه کړئ