زما له خطر سره مخ شوي حساب سره مرسته

که چیرته ستاسو حساب له خطر سره مخ شوی وي خو بیا هم کولای شئ چې دننه شئ، نو دا پاڼه له تاسو سره مرسته کوي چې خپل حساب مو خوندي او نا غوښتلي فعالیتونه ودروئ. که چیرته تاسو خپل حساب ته نشئ دننه کېدلای، نو بیا مهرباني وکړئ له بالقوه هک شوي حساب سره د مرستې په اړه مقاله ولولئ.

 

ایا زما حساب له خطر سره مخ شوی دی؟


ایا تاسو لاندې موارد لیدلي دي:

  • ستاسو له حساب څخه د شویو نا غوښتلو ټویټونو څخه خبر یاست
  • ستاسو له حساب څخه په غیر ارادي توګه د مستقیمو پیغامونو استول لیدل شوي دي
  • د حساب داسې نور فعالیتونه مو لیدلي دي چې ستاسو له خوا نه وو یا هم تاسو نه وو تصدیق کړي (لکه څارل، نه څارل یا بلاک کول)
  • زموږ له خوا مو داسې خبرتیا تر لاسه کړې چې پکې ویل شوي وي ستاسو حساب ښايي له خطر سره مخ شوی وي
  • زموږ له خوا مو داسې خبرتیا تر لاسه کړې چې پکې ویل شوي وي ستاسو د حساب معلومات بدل شوي خو هغه تاسې نه وي بدل کړي
  • که مو پام شو چې ستاسو رمز نور کار نه ورکوي نو له تاسو څخه غوښتنه کېږي چې هغه بدل کړئ

 

که چیرته تاسو پورتنیو پوښتنو ته د هو ځواب ورکړی وي، نو بیا لاندې ګامونه واخلئ:


1. خپل رمز مو بدل کړئ

د مهرباني له مخې خپل رمرمز مو سمدلاسه په تنظیماتو کې د رمرمز (Password) په ټب کې بدل کړئ. که چیرته تاسې له خپل اکاونټ څخه وتلي یاست، نو بیرته دننه کېدو ځای ته ورشئ او هلته پر رمرمز مې هیر شوی (Forgot Password) باندې کلیک وکړئ تر څو خپل پټ نوم بدل کړئ. د مهرباني له مخې یو ښه پیاوړی پټ نوم وکاروئ کوم چې پخوا مو نه وي کارولی. که چیرته تاسې دننه کېدلای نشئ، نو بیا کېدای شي ستاسې اکاونټ هک شوی وي.

2. د خپل برېښنالیک له خوندیتوب څخه ډاډ تر لاسه کړئ

ډاډ تر لاسه کړئ چې ستاسو له حساب سره ثبت شوې برېښنالیک پته خوندي ده او یوازې تاسې یاست چې هغې ته لاسرسی لرئ. تاسو کولای شئ د خپل ټویټر اپلیکیشن (iOS یا Android) له لارې خپله برېښنالیک پته بدله کړئ او یا هم twitter.com ته په ننوتو سره او هلته بیا د تنظیماتو په برخه کې د حساب (Account) ټب ته په ورتلو سره. د خپلې برېښنالیک پتې د اپډیټ کولو د لارښوونو لپاره دغه مقاله ولولئ، او د حساب د برېښنالیک د امنیت په اړه د زیاتو معلوماتو لپاره دغه مقاله وګورئ.

3. له درېیمګړو اپلیکیشنونو سره مو اتصال لغوه کړئ

کله چې دننه شوئ، نو د تنظیماتو په برخه کې اپلیکیشنونو (Apps) ته ورشئ. ټولو هغو درېیمګړو اپلیکیشنونو ته مو لاسرسی لغوه کړئ چې تاسو یې نه پیژنئ.

4. خپل مرمز مو په یوه اعتباري درېیمګړي اپلیکیشن کې اپډیټ کړئ

که چیرته کوم اعتباري بهرنی اپلیکیشن ستاسې د ټویټر رمز کاروي، نو باید خپل رمز په همغه اپلیکیشن کې اپډیټ کړئ. پرته له دې، تاسې ښايي د ننوتلو د نابریالیو هڅو له کبله د لنډمهال لپاره له خپل اکاونټ څخه منع شئ.

ستاسو حساب باید اوس خوندي وي او تاسو نباید نور د حساب ناغوښتل شوي فعالیتونه ووینئ. که چیرته تاسې لا اوس هم له ستونزو سره مخ یاست، نو د مرستې د تر لاسه کولو لپاره د مرستې غوښتنه ثبت کړئ.

 

خپل حساب مو په اسانه لارو چارو سره خوندي وساتئ


که چیرته ستاسې حساب له خطر سره مخ وي، نو بیا دا اضافي تدابیر ونیسئ:

  • هر هغه ناغوښتل شوي ټویټونه چې له خطر سره د مخامختیا پر مهال ستاسې له حساب څخه پوست شوي دي هغه پاک کړئ.
  • خپل کمپیوټر مو د وېروسونو او ملویر په خاطر سکن کړئ، په تیره بیا کله چې مو خپل رمز بدل کړی وي، خو بیا هم ستاسې له اکاونټ څخه غیرمجاز کړه وړه دوام لري.
  • د خپل عامل سیستم او اپلیکیشنونو لپاره امنیتي تړوني انسټال کړئ.
  • تل ښه پیاوړی او نوی رمز وکاروئ کوم چې تاسې هغه بل چیرته نه وي کارولی او په اړه یې حدس وهل ستونزمن کار وي.
  • دوه عامله تصدیق کارول په پام کې ونیسئ. د دې پر ځای چې یوازې پر یوه رمز باندې تکیه وکړئ، نو د ننوتلو تایید تاسې ته دویم چیک هم در معرفي کوي تر څو ډاډ تر لاسه کړئ چې یوازې او یوازې تاسې کولای شئ خپل ټویټر اکاونټ ته لاسرسی ولری.
  • د هک کولو او دوکې د مخنیوي په اړه د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو له پاره زموږ د حساب د امنیت د معلوماتو پاڼې ته ورشئ.
     

حسابونه څرنګه له خطر سره مخ کېږي؟ (ایا زه چا هک کړی یم؟)

که مو چیرته خپل کارن نوم او مرمز یوه مخرب درېیمګړي اپلیکیشن یا وېب پاڼې ته ورکړی وي، که ستاسې د ټویټر اکاونټ د ضعیف رمز له کبله زیانمنونکی وي، که چیرته ستاسې په کمپیوټر کې ویروسونه او ملویر رمزونه را ټولوي او یا هم که چیرته تاسې په یوه له خطر سره مخ شبکه کې یاست، نو کېدای شي اکاونټونه مو له خطر سره مخامخ شوي وي.

ناغوښتل شوي اپډیټونه تل هم په دې معنی نه ده چې ستاسې اکاونټ هک شوی دی. ځینې وختونه، یو درېیمګړی اپلیکیشن کولای شي ځینې ستونزې ولري چې د ناغوښتل شويو کړو وړو لامل وګرځي. که مو چیرته کوم عجیب او غریب کړه وړه ولیدل، ستاسې د مرمز بدلول او/یا د اتصال لغوه کول به هغه ودروي، ځکه چې په دې سره به هغه اپلیکیشن نور ستاسې اکاونټ ته لاسرسی و نه لري.

که چیرته ستاسې په حساب کې داسې اپډیټ را ښکاره کېده چې هغه تاسې پوست یا تایید کړي نه وي، نو غوره دا ده چې هر څومره ژر چې ممکنه وي لاس په کار شئ. تاسې کولای شئ لا زیات معلومات زموږ د حساب د امنیت د معلوماتو په پاڼه کې ومومئ.

دغه مقاله شریکه کړئ