څرنګه کولای شئ خپل ټویټونه خوندي او ناخوندي کړئ

کله چې تاسې په ټویټر کې نوم لیکنه کوئ، نو تاسې کولای شئ وټاکئ چې غواړئ ټویټونه مو عام و اوسي او که خوندي. د عام او خوندي ټویټونو د توپیرونو په اړه لا زیات ولولئ

څه ډول کولای شئ خپل ټویټونه خوندي کړئ
د iOS لپاره :
1 ګام

په پورتنۍ مینو کې، پر کلېک وکړئ   ایکن، وروسته پر تنظیماتو او محرمیت (Settings and privacy) .کلیک وکړئ.

2 ګام

پر محرمیت او خوندیتوب (Privacy and safety) کلیک وکړئ.

3 ګام

تر ټویټونو (Tweets) لاندې او د خپلو ټویټونو د خوندي کولو (Protect your Tweets) تر څنګ، سلایډر کش کړئ تر څو روښانه شي.

د Android لپاره:
1 ګام

په پورتنۍ (top) مینو کې به تاسو یا دلوري موندنې (navigation) مینو ایکن ووینئ یا به د خپل پروفایل ایکن. هر ایکن چې لرئ او بیا تنظیمات او محرمیت (Settings and privacy) وټاکئ.

2 ګام

پر محرمیت او خوندیتوب (Privacy and safety) کلېک وکړئ.

3 ګام

تر ټویټونو (Tweets) لاندې او خپل ټویټونه خوندي کړئ (Protect your Tweets) تر څنګ، بکس وګورئ.

د Desktop لپاره:
1 ګام

پر ایکن کلېک وکړئ.

2 ګام

خپل تنظیمات او محرمیت (Settings and privacy) ته ولاړ شئ.

3 ګام

خپل حساب (Your account) ته ولاړ شئ او بیا د حساب معلومات (Account information) ته ولاړ شئ او هلته خپل رمز ورکړئ.

4 ګام

ښکته خوندي شویو ټویټونو (Protected Tweets) ته ورشئ، پر تیر (arrow) کلېک وکړئ او زما ټویټونه خوندي کړئ (Protect my Tweets) ته نږدې بکس وګورئ.

5 ګام

له تاسو څخه به وغوښتل شي چې لغوه (Cancel) یا خوندي (Protect) وټاکئ، خوندي کول (Protect) وټاکئ.

6 ګام

که مو تصمیم بدل شوی وي، چې غواړئ خپل ټویټونه ناخوندي یا عام وساتئ، نو پر بکس بېرته کلېک وکړئ او که در څخه وغوښتل شول نو لغوه (Cancel) وټاکئ. 


 څرنګه کولای شئ خپل ټویټونه ناخوندي کړئ 
 

  • د دې لپاره چې خپل ټویټونه ناخوندي کړئ، پورتنۍ لارښوونې تعقیب کړئ: د وېب لپاره، د زما ټویټونه خوندي کړئ (Protect my posts) تر څنګ باکس باندې کلیک وکړئ. د iOS د ټویټر او د Android د ټویټر د اپلیکیشنونو لپاره، د خپلو ټویټونو د خوندي کولو (Protect your posts) تر څنګ سلایډر یا بکس باندې کلېک وکړئ.
  • وړاندې تر دې چې خپل ټویټونه عام کړئ، نو باید خپل د څارونکو ځنډېدلې غوښتنې تر نظر تیرې کړئ. هر هغه غوښتنه چې بې ځوابه پاتې وي هغه به بیا په اتومات ډول سره ونه منل شي. که چیرته کومې غوښتنې ځنډول شوې پاتې وي، نو هغه حسابونه باید تاسو بیرته له سره وڅاري.
  • په مهربانۍ سره په یاد ولرئ چې د خپلو ټویټونو په ناخوندي کولو سره به ستاسو ټول پخواني خوندي شوي ټویټونه عام شي.

دغه مقاله شریکه کړئ