د حساب د امنیت په اړه

د خپل حساب د خوندي ساتلو لپاره، موږ تاسو ته سپارښتنه کوو چې لاندې غوره کارونه ترسره کړئ:

  • داسې یو پیاوړی رمز وکاروئ چې تاسو یې په نورو وېب سايټونو کې نه کاروئ.
  • دوه عامله تصدیق وکاروئ.
  • د رمز د بیا تنظیمولو د لينک يا کوډ غوښتلو ل پاره برېښنالیک او د ټلیفون شمېرې ته اړتيا ده.
  • له مشکوکو لینکونو سره احتیاط کوئ او مخکې تر دې چې خپل حساب ته د ننوتلو معلومات ولیکئ، ځان ډاډه کړئ چې په twitter.com کې یاست.
  • خپل کارن نوم او رمز هيڅکله درېیم کس ته مه ورکوئ، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې تاسو ته د څارونکو د زیاتیدو، پیسو ګټلو یا هم ستاسو د حساب د تاییدولو ژمنه درکوي.
  • ډاډ تر لاسه کړئ چې ستاسو د کمپیوټر سافټ ویر او د هغه انټې ويروس او براوزر تازه او اپګریډ يا اوسمهاله دي.
  • وګورئ چې ستاسو حساب له خطر سره نه وي مخ شوی.

د رمز پیاوړتیا

د خپل ټویتر حساب لپاره یو پیاوړی او بې ساری رمز جوړ کړئ. همداراز تاسو باید د خپل ټویټر حساب سره کاریدونکي برېښنالیک لپاره هم یو پیاوړی او بې ساری رمز جوړ کړئ.

هغه کارونه چې باید ترسره یې کړئ:

  • لږ تر لږه 10 توري رمز جوړ کړئ. که تر دې اوږد وي لا ښه دی.
  • .په رمز کې لوی توري، کوچني توري، شمېرې او نښې وکاروئ
  • .له هرې وېب سايټ څخه چې تاسو لیدنه کوئ، د هغې له پاره یو جلا رمزوکاروئ
  • خپل رمز په یوه خوندي ځای کې وساتئ. خپل حساب ته د ننوتلو ټول معلومات د رمز د مدیریت په سافټ ويرکې خوندي کړئ.

هغه کارونه چې باید ترسره یې نه کړئ:

  • خپل شخصي معلومات لکه د ټلیفون شمېرې، د زوکړې ورځې او داسې نور په رمز کې مه کاروئ.
  • د قاموس عام لغتونه لکه “password”، “iloveyou” او داسې نور مه کاروئ.
  • پرلپسې توري یا شمېرې لکه “abcd1234”، یا د کيبورډ پرلپسې توري لکه “qwerty”  مه کاروئ.
  • یو رمز په بېلا بېلو وېب سايټونوکېمه کاروئ. ستاسو د ټویټر حساب رمز باید یوازې د ټویټر لپاره وي.

سربېره پر دې، تاسو کولای شئ د خپل حساب په تنظیماتو کېPassword reset protection وټاکئ. که تاسو خپل رمز هېر کړي وي او غواړئ بیا یې تنظیم کړئ؛ همدا چې دغه بکس پرانیزئ، نو له تاسو څخه به وغوښتل شي چې خپل برېښنالیک یا د موبایل شمېره ولیکئ، که دا دواړه ستاسو له حساب سره تړلي وي، نو لومړی به برېښنالیک او بیا د موبایل شمېره لیکئ. 

څه ډول کولای شئ د خپل رمز د بیا تنظیمولو تنظیمات ومومئ
  1. خپلې اصلي مینو ته ولاړ شئ
  2. پر تنظیماتو او محرميت (Settings and privacy)کليک وکړئ
  3. پر حساب (Account)کليک وکړئ
  4. پر امنیت (Security)کليک وکړئ
  5. د Password reset protection بټن روښانه کړئ
  1. خپل App Settings ته ولاړ شئ
  2. پر حساب (Account)کليک وکړئ
  3. پر امنیت (Security) کليک وکړئ
  4. Password reset protection ته بدلون ورکړئ

دوه-عامله تصدیق وکاروئ



دوه-عامله تصدیق ستاسو د حساب د خوندیتوب له پاره یو اضافي امنیتي پوښ دی. د دې پر ځای چې یوازې پر رمز تکیه وکړئ، دوه-عامله تصدیق تاسو ته د دویم ځلي چیک کولو فرصت در کوي تر څو ډاډ تر لاسه کړئ چې یوازې او یوازې تاسو کولای شئ د خپل ټویټر حساب ته لاسرسی ولرئ. یوازې هغه کسان به وکولای شي ستاسو حساب ته دننه شي چې ستاسو رمز او ګرځنده موبایل (او یا امنیتي کيلي) ته لاسرسی لري.

د لا زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره د دوه-عامله تصدیق په اړه زموږ مقاله ولولئ.



وګورئ چې تاسو په twitter.com کې یاست



تېرايستل په دې معنا چې ځینې مهال یو څوک هڅه کوي چې تاسو ته دوکه درکړي تر څو تاسو خپل د ټویټر کارن نوم، برېښنالیک یا د ټلیفون شمېره او رمز هغوی ته ورکړئ، په دې توګه هغوی غواړي ستاسو له حساب څخه نورو ته دوکه ورکونکي پیغامونه واستوي. ډېری وخت هغوی هڅه کوي تاسو ته د یوې جعلي پاڼې د ننوتو لينک درکړي. کله چې له تاسو څخه وغوښتل شول چې خپل د ټویټر رمز ولیکئ، نو ژر تر ژره په خپل براوزر کې ليېنک ته وګورئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې په twitter.com کې یاست. پر دې سربېره که چېرته تاسو ته په مستقیم ډول په پیغام کې لينک در استول کېږي (که دا پیغام ستاسو د ملګري له لوري هم وي) خو دا لينک تاسو ته نا آشنا ښکاري، نو موږ سپارښتنه کوو چې دغه لينک مه خلاصوئ.

 تېر اېستونکې وېب سايټونه ډېری د ټویټر د دننه کېدو د پاڼې په څېر ښکاري، خو په حقیقت کې هغه ټویټر نه بلکې یوه ويب سايټ وي. د ټویټر د ډومین بنسټ تل https://twitter.com/ وي. دا ټویټر ته د ننوتو د پاڼو ځینې بېلګې دي:


که چیرې تاسو د ننوتو له پاڼې څخه ډاډمن نه یاست، نو twitter.com ته ولاړ شئ او هلته خپل کارن نوم او رمز دننه کړئ. که چیرې تاسو فکر کوئ چې ښایي تېر ايستل شوي یاست، نو بیا ژر تر ژره خپل رمز بدل کړئ او د لا زیاتو لارښوونو لپارهله خطر سره مخ شوي حساب په اړه زموږ مقاله ولولئ. 

د برېښنالیک له لارې د تېر ايستلو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د ټویټر جعلي برېښنالیکونه ولولئ. 





موږ به هېڅکله له تاسو سره د رمز د غوښتلو لپاره اړیکه و نه نیسو.

ټویټر به هېڅکله له تاسو څخه د برېښنالیک، مستقيم پیغام یا ځواب ورکولو له لارې د رمز غوښتنه و نکړي.

موږ به هېڅکله له تاسو څخه و نه غواړو چې کوم شی ډاونلوډ کړئ یا له ټویتر پرته کوم بل وېب سايټ ته دننه شئ. هغه برېښنالیک چې ادعا کوي چې زموږ له خوا دی د هغوی هېڅ ضمیمه مه خلاصوئ او د هغوی لخوا هيڅ سافټ وير مه انسټالوئ؛ دا زموږ له خوا نه دي.


که چیرې موږ شکمن شو چې ستاسو حساب تېرايستل یا هک شوی دی، نو ښایي موږ ستاسو رمز بیا تنظیم کړو تر څو هکر ستاسو له حساب څخه ناوړه ګټه پورته نکړي. په دې صورت کې به موږ تاسو ته د برېښنالیک له لارې د twitter.com لينک در واستوو تر څو خپل رمز بیا تنظیم کړئ.


که مو خپل رمز هېر شوی وي، نو کولای شئ د همدې لېنک له لارې یې بیا تنظیم کړئ.

 
 

د نویو او شکمنو دننه کېدو په اړه خبرتیاوې

که چیرې موږ پوه شوو چې کوم مشکوک کس ستاسو حساب ته ننوځي او یا تاسو له کومې نوې وسیلې څخه خپل د ټویټر حساب ته ننوځئ، نو موږ به تاسو ته د ټویټر اپلیکیشن او یا برېښنالیک له لارې خبرتیا در واستوو. دغهخبرتیاوې ټویټر ته د iOS، Android ،X.com او موبایل وېب له لارې د لومړي ځل ننوتو په صورت کې تاسو ته در استول کېږي.

د همدې خبرتیاوو له لارې، تاسو کولای شئ تایید کړئ چې ایا دا تاسو وئ چې له دې وسیلي څخه ټویټر ته ننوتي وئ او کنه. که چېرته له دې وسیلې څخه تاسو ننوتي نه یاست، نو د خپل حساب د خوندي کولو له پاره باید هغه ګامونه پورته کړئ چې په خبرتیا کې درته راغلي دي. چې د ټویټر رمز په سملاسي ډول بدلولو څخه پيلېږي. په مهربانۍ سره په یاد ولرئ هغه پته چې په خبرتیا کې در استول شوې ده، هغه یوه اټکلیزه پته ده چې د ټویټر د کارونې له پاره ستاسو له IP  څخه را اخیستل شوې ده او ښایي ستاسو له فزیکي موقعیت سره توپیر ولري. 

یادښت: که چیرې تاسو خپل د ټویټر حساب ته له ناپیژانده یا هغو براوزرونو څخه دننه شئ چې cookies یې غیرفعال وي، نو تاسو به هر ځل یوه خبرتیا تر لاسه کړئ.

د برېښنالیک پتې د نوي کولو خبرتیاوې

هر وخت چې ستاسو د ټویټر له حساب سره تړلی برېښنالیک بدلون مومي، نو موږ به ستاسو پخواني برېښنالیک ته خبرتیا در استوو چې تر دې وړاندې ستاسو په حساب کې ترې ګټه اخیستل کېده. که چیرته ستاسو حساب له خطر سره مخ وي، نو دا ډول خبرتیاوې به له تاسو سره مرسته وکړي چې د خپل حساب د کنترول ترلاسه کولو له پاره لاس په کار شئ.

په ټویټر کې د لینکونو ارزول

د ټویټر ډېری کاروونکي د لينک د لنډوونکو وسایلو په کارولو سره لینکونه پوست کوي لکه bit.ly یا TinyURL، تر څو بې ساري او لنډ لینکونه ترې جوړ او په ټویټونو کې د هغوی شریکول آسانه شي. مګر دغه چاره د لينکونو ډومېن مبهم کوي او لوستونکو ته د دې تشخیصول ستونزمنېږي چې دا لينک چېرته ځي او د کومې وېب پاڼې دی.

ځینې براوزرونه لکه Chrome او Firefox وړیا کوډونه لري او پرته له دې چې تاسو پر لينک کېلک وکړئ دا تاسو ته بشپړ لينک ښیي:

په ټوله کې، هر کله چې پر لينکونو کلیک کوئ نو احتیاط کوئ. که چېرته تاسو پر یوه لينک کلیک وکړ او داسې یوې پاڼې ته یې دننه کړئ چې هغه ټویټر ته د ننوتو پاڼې ته ورته وي، نو خپل کارن نوم او رمز هلته مه کاروئ. د دې پر ځای X.com ته ولاړ شئ او هلته د ټویټر له کورپاڼې څخه دننه شئ.

خپل کمپیوټر او براوزر مو تازه او له وېروس څخه پاک وساتئ

خپل براوزر او عامل سیستم مو په وروستيو نسخو او تړونو سره اپډیټ وساتئ – تړوني معمولاً د ځانګړو امنیتي ګواښونو د رفع کولو لپاره خپریږي. همدارانګه باید خپل کمپیوټر په منظم ډول د ويروسونو، سپای وير او اډوېر په وړاندې سکن کړئ.

که چیرته تاسې عمومي کمپیوټر کاروئ، نو ډاډ تر لاسه کړئ چې د خپل کار په بشپړیدو سره له خپل ټویټر څخه هم ووځئ.

دریمګړې اپلیکیشنونه په احتیاط سره وټاکئ

زیات شمېر دریمګړې اپلیکیشنونه شته چې د ټویټر په پلټفارم کې د بهرنیو پراخوونکو له لوري جوړ شوي او تاسې کولای شئ هغه د خپل ټویټر حساب (حسابونو) په مټ وکاروئ. مګر بیا هم، وړاندې تر دې چې په خپل حساب کې دریمګړي اپلیکیشنونو ته د لاسرسي اجازه ورکړئ، باید ډېر احتیاط وکړئ.

که چیرته غواړئ یوه دریمګړي اپلیکیشن ته اجازه ورکړئ چې ستاسو حساب ته لاسرسی ولري، نو موږ درته سپارښتنه کوو چې دا کار یوازې د ټویټر د OAuth میتود په کارولو ترسره کړئ. OAuth د نښلیدو یو خوندي میتود دی او له تاسو څخه نه غواړي چې خپل د ټویټر کارن نوم او رمز دریمګړي ته ورکړئ. کله چې له تاسې څخه غوښتل کېږي چې خپل کارن نوم او رمز یوه اپلیکیشن یا ويب سايټ ته ورکړئ، نو باید خورا ډېر احتیاط وکړئ، ځکه چې دریمګړي اپلیکیشنونه ستاسې کارن نوم او رمز ته اړتیا نه لري تر څو د OAuth له خوا ستاسو حساب ته لاسرسی ومومي. کله چې تاسو خپل کارن نوم او رمز کوم بل چا ته ورکوئ، نو هغوی ستاسو د حساب بشپړ کنټرول ترلاسه کوي او کولای شي ستاسو حساب ته ستاسو لاسرسی بند کړي او یا هم پر داسې اقداماتو لاس پورې کړي چې هغه ستاسې د حساب د تعلیق کېدو لامل وګرځي. د دریمګړو اپلیکیشنونو سره نښلیدل یا له هغې جلا کېدل  زده کړئ.

موږ تاسو ته وړاندیز کوو چې هغه دریمګړي اپلیکیشنونه له نظره تېر کړئ چې وخت ناوخته ستاسو حساب ته لاسرسی لري. تاسو کولای شئ د هغو اپلیکیشنونو لاسرسی لغوه کړئ چې تاسو یې نه پیژنئ او یا دا چې ستاسو په استازیتوب ټویټ کوي، تاسو کولای شئ د دې کار له پاره د خپل حساب په تنظیماتو کې د اپلیکیشنونو برخې ته ورشئ.

دغه مقاله شریکه کړئ