د تاوتریخجنو بریدونو مرتکبین

عمومي کتنه

فبروري ۲۰۲۲

موږ به د ترهگریزو، تاوتریخجنې توندلارۍ، یا د ډله‌ییزو تاوتریخجنو بریدونو د مرتکبیونو ټول حسابونه، همدارنگه ټول هغه حسابونه چې د مرتکب (مرتکبیونو) ستاینه کوي، یا د بیانیو او یا د درېیم لوري د لینکونو شریکولو ته ځانگړي شوی چې هلته اړونده منځپانگه ساتل کېږي، لرې کړو. موږ ښايي هغه ټویټونه هم لرې کړو چې بیانیې یا د مرتکبینو له لوري نوره تولید شوې منځپانگه خپروي.

موږ غواړو X داسې یو ځای وي چې هلته خلک وکولای شي باوري معلومات ومومي او خپل لیدلوري په ازاد او خوندي ډول د مضرې منځپانگې د فشار له احساس پرته څرگند کړي. له ترهگریزو، د تاوتریخجن توندلاریتوب او ډله‌ییزو تاوتریخجنو بریدونو ورووسته، موږ پوهېږو چې ډېری کسان غواړي له قربانیانو سره همدردي څرگنده کړي، بریدونه او یا مرتکبین یې وغندي، او پر دې بحث وکړي چې څنگه دغه پېښې پر خلکو او د دوی پر ټولنو اغېز کوي. همدارنگه ځينې ښايي وغواړي بیانیې یا د برید د احتمالي مرتکب یا یوه شریک له لوري دې ته ورته نوره تولید شوې منځپانگه شریکه کړي، څو د مرتکب د احتمالي انگیزو په اړه غوسه یا غندنه څرگنده کړي. 

هغه تاوتریخوالی چې دغه مرکتبین یې ترسره کوي، او هغه منطق چې په بیانیو کې څرگندوي یا نور وسایل چې کرکه او تبعیض عادي کوي، ښايي د موخه گرځولو شوو کسانو فزیکي خوندیتوب او سوکالي له لا زیات خطر سره مخ کړي، او د راتلونکو بریدونو د لمسون یا هڅوونې وړتیا لري. همدارنگه له دغو موادو سره مخامخېدنه ښايي هغو کسانو ته د زیان لامل شي چې ویني یې. 

موږ باور لرو چې د مرتکبینو له لوري په تولید شوې منځپانگه کې د کرکجنو او تبعیضي لیدلوریو ترویج ټولنې ته زیان رسوي او د خپراوي مخنیوی یې باید وشي څو د مرتکبینو د پیغام د خپرولو مخه ونیول شي. په پایله کې، موږ ښايي هغه ټویټونه لرې کړو چې بیانیې یا د مرتکبینو له لوري نور ورته تولید شوي مواد لري، ان که زمینه ناوړه هم نه وي. که څه هم، موږ ښايي خبري ارزښت لرونکې منځپانگې ته اجازه ورکړو که:

  • د ځان د وسله‌وال کولو او د موخو د غوره کولو د څرنگوالي په اړه وړاندیزونه نه وړاندې کوي؛
  • کرکجن شعارونه، سمبولونه، د چلند بېلگې (memes) او یا د توطیې کرکجنې نظریې یا تیورۍ نه شریکوي؛
  • د مرتکب شخص ایډیولوژي، تکتیکي انتخابونه، او یا د برید پلان نه څرگندوي.

بیانیه څه ده؟

موږ بیانیه د یوه مرتکب له لوري د اعلامیې یا څرگندونې په توگه تعریفوو چې د دوی انگېزه، لیدلوري، یا د یوه تاوتریخجن برید د ترسره کولو اراده څرگندوي. یوه بیانیه ښايي د لیکلي لاسوند یا سند، د ټولینزو رسنیو د پوسټ، غږیز ثبت یا اډیويي ریکارډ، ویډیو، بهرني تړوني یا لېنک، یا لیک یا د منځپانگې په نورو بڼو وي. بیانیه ښايي له یوه تاوتریخجن برید وروسته، یا مخکې هر مهال شریکه شي. یوه بیانیه کېدای شي د خبرداري یا ارادې د څرگندونې یا اعلامیې له لارې له پېښې سره ونښلول شي.

د ترهگریزو، تاوترخجن توندلاریتوب او د ډله‌ییزو تاوترخجنو بریدونو انفرادي مرتکبین څوک دي؟

هغه تاوتریخجن بریدونه چې یو تاوترخجن سازمان یا د دې ډول سازمانونو یو غړی یې ادعا کوي، زموږ د تاوتریخجنو او کرکجنو بنسټونو د پالیسۍ تر پوښښ لاندې راځي. موږ د خپلو پالیسو تر دې برخه لاندې پر منځپانگه د قوانینو د پلي کولو لپاره، اړینه نه گڼو چې یو شخص د ترهگریزو سازمانونونو یا نورو تاوتریخجنو او کرکجنو بنسټونو د غړي په توگه تایید شوی وی، همدارنگه اړینه نه گڼو چې دوی دې له یوې ډلې، سازمان یا ایډیولوژۍ سره کوم رسمي تړاو ولري. 

له دې پالیسۍ څخه سرغړونه څه ده؟

تر دې پالیسۍ لاندې، موږ به د ترهگریزو، تاوتریجن توندلاریتوب او ډله‌ییزو تاوتریخجنو بریدونو له احتمالي انفرادي مرتکبینو سره تړلي حسابونه، همدارنگه هغه حسابونه چې د تاوتریخجن برید له مرتکبینو سره تړلې کرکجنې او تاوتریخجنې منځپانگې شریکولو ته ځانگړي شوي، د تل لپاره وځنډوو.

سربېره پر دې، تاسو نه شئ کولای له لاندې مواردو څخه کوم یو یې ټویټ کړئ:

بیانیې یا د مرتکبینو له لوري نوره تولید شوې منځپانگه

موږ ښايي هغه منځپانگه لرې کړو چې بیانیې یا د مرتکبینو یا د دوی د جرم د شریکانو له لوري نوره رامنځته شوې منځپانگه ولري. سرغړونې ښايي د ټویټونو، سپېسونو، انځورونو، ویډیوگانو، د ژوندۍ ویډیو په گډون، له لارې رامنځته شي. د منځپانگې بېلگې چې ښايي تر دې پالیسۍ لاندې یې موږ پر وړاندې اقدام وکړو، لاندې موارد په کې راځي، خو تر دې پورې محدودې نه دي:

  • د بشپړو بیانیو یا یې د لینکونو شریکول، د زمینې په پام کې نیولو څخه پرته
  • هر ټویټ چې د بیا تولید شوې بیانیې (ایډېټ شوې یا ټوټې شوې) یا د اصلي بیانیې اقتباس(ونه) ولري، پرته له هغه څخه چې د خبري ارزښت لرونکې زمینه کې شریک شوی وی.
    • د زمینې په پام کې نیولو څخه پرته، د لاندې مواردو شریکولو تل منع دي: 

       

      • هغه اقتباس(ونه) چې د ځان د وسله‌وال کولو او د موخو د غوره کولو د څرنگوالي په اړه وړاندیزونه وړاندې کوي.
      • هغه اقتباس(ونه) چې کرکجن شعارونه، سمبولونه، د چلند بېلگې (memes)، او یا د توطیې کرکجنې نظریې یا تیورۍ لکه د ستر ځای پر ځای کولو تیوري (Great Replacement Theory)، خپروي.
      • هغه اقتباس(ونه) چې د مرتکب شخص ایډیولوژي، تکتیکي انتخابونه، او یا د برید پلان څرگندوي.
  • په ټولو مواردو کې د برید اړوند د مرتکب له لوري تولید شوو رسنیزو موادو شریکول. په دې کې لاندې موارد راځي، خو تر دې پورې محدود نه دي:

     

    • د برید مرتکب له لوري د اخیستل شوي فلم رسنیز مواد
    • د چلند بېلگې (memes)، سټیکرونه یا گرافیټی چې مرتکب شریک او یا تولید کړي
    • د هغو وسلو رسنیز مواد چې په برید کې گټه ترې اخیستل شوې
  • د مرتکب له لوري نوره تولید شوې منځپانگه چې له تاوتریخجن برید سره تړاو نه لري خو د تاوتریخوالي د ترویج یا ملاتړ ځانگړې منځپانگه ده.
  • د برید د پېښېدلو پر مهال د کتوونکو له لوري تولید شوې د برید منځپانگه، لکه هغه منځپانگه چې د برید یا مرگ شیبه، د مړو جسدونه ښيي، هغه منځپانگه چې قربانیان په کې پېژندل کېږي، یا هغه منځپانگه چې د برید مرتکب (مرتکبین) انځوروي.

د ملټي‌میډیا منځپانگه URLs، او هشټگونه

موږ ښايي پر ځینو رسنیزو موادو د حساسو رسنیزو موادو پیغام ولیکوو. د حساسو رسنیزو موادو پیغام انځورونه یا ویډیوگانې د خبرداري د یوه پیغام تر شا ځای پر ځای کوي چې د رسنیزو موادو له لیدلو څخه مخکې باید تایید شي. د دې ځانگړنې کارول په دې معنا دي هغه خلک چې نه غواړي حساس رسنیز مواد وویني کولای شي ډډه ترې وکړي، یا د لیدلو له غوره کولو مخکې یې باخبره پرېکړه وکړي. د هغو رسنیزو موادو په ډولونو کې چې موږ ښايي د حساسو رسنیزو موادو پيغام ور زیات کړو، لاندې موارد په کې راځي خو تر دې پورې محدود نه دي:

  • هغه رسنیز مواد چې یو مرتکب ښيي 
  • د بریدگر د بیانیې اقتباسونه یا برخې چې د خبري راپورنو د برخې په توگه شریک کېږي.

موږ ښايي پر هغو URLs لېبل ولگوو چې له هغو لاسوندونو یا اسنادو سره تړاو لري چې باور کېږي یوه بیانیه به وي څو پر X د دغو URLs د شریکولو مخنیوی وکړو.

موږ ښايي هغه هشټگونو رد لېست کړو چې په ټرېنډونو کې مرتکبین پیژني څو د مرتکبینو د پېژندنې لیدل کم کړو، همدارنگه ټول هغه هشټگونه به هم رد لېست کړو چې یوازې د بیانیو د ښودلو لپاره کارول کېږي.

څه له دې پالیسۍ سرغړونه نه ده؟

  • هغه حسابونو چې تړاو لري له
    • هغو لیدونکو سره چې په ناڅاپي توگه تاوتریخجن برید ته نیږدې شوي او یا د برید په درولو بریالي شوي، د بېلگې په توگه یو کس چې پر مرتکب (مرتکبین) یې ډزې کړي وي.
    • له هغو مرتکبینو سره چې محکومیت یې د بې‌گناهۍ د حکم له صادرېدلو وروسته لغوه شي.
  • هغه منځپانگه چې له لاندې مواردو څخه کوم یو یې ښيي:
    • د قانون د پي کوونکو یا نظامي کارکوونکو له لوري د خپلو رسمي دندو د برخې په توگه د ځواک کارول، چې د تلفاتو لامل شوی؛
    • د پوځي یا د قانون د پلي کوونکو کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی؛
    • د بشري حقونو سرغړونې
    • تاوتریخجن بریدونه چې د یوې وسله‌والې جگړې برخه دي
    • د ځان د دفاع د وسیې په توگه د تاوتریخوالی کارول
    • هغه تاوتریخجن بریدونه، چې په هغو کې د برید تر شا د موخې په اړه احتمالي شک وي
    • د ورانکارۍ او بریدونو موارد چې اساسي زېربنا ته د زیان رسېدلو لامل کېږي
    • له بیانیې (بیانیو) څخه د څو جملو شریکول، یا د خبري ارزښت لرونکې زمینه کې یا د یوې ځانگړې ډلې پر وړاندې د کرکې یا تاوتریخوالي د زیاتېدلو په اړه د لا زیات پوهاوي لپاره. د بېلگې په توگه، «ډزې کوونکي وویل چې غواړي x ډله له منځه یوسي» تر دې پالیسۍ لاندې د اقدام وړ نه دي.

څوک کولی شي د دې پالیسۍ سرغړونې راپور ورکړي؟


هرڅوک کولی شي د دې پالیسۍ احتمالي سرغړونو راپور ورکړي، که دوی د X حساب ولري یا نه. 

که له دې پالیسۍ څخه سرغړونه وکړم څه پېښېږي؟ 


زموږ د تاوتریخجنو پېښو له پالیسۍ څخه د سرغړونې پایلې د سرغړونې په شدت پورې اړه لري. هغه حسابونه چې د ترهگریزو، تاوتریخجن توندلاریتوب، یا ډله‌ییزو تاوتریخجنو بریدونو د مرتکبینو له لوري ساتل کېږي، د تل لپاره به وځنډول شي. لکه څرنگه چې پورته توضیح شوي، موږ ښايي هغه منځپانگه هم لرې کړو چې بیانیې یا د مرتکبینو یا د دوی د جرم د شریکانو له لوري نوره رامنځته شوې منځپانگه ولري. 

سربېره پر دې، موږ ښايي هغه منځپانگه هم لري کوو چې د تاوتریخجنې وینا  په اړه زموږ له پالیسیو یا د X د قوانینو له نورو برخو څخه سرغړونه کوي.

اضافي سرچینې


زموږ د پلي کولو انتخابونو لړۍ او د پالیسۍ پراختیا او پلي کولو ته زموږ د چلند په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

 

دا مقاله شریکه کړئ