د حساسو رسنیزو موادو پالیسي

عمومي کتنه


جنوري ۲۰۲۳

تاسو نه شئ کولای داسې رسنیز مواد خپاره کړئ چې په ژوندۍ ویډيو یا د پېژنیال په سرلیک، د لېست د بنر په انځورونو یا د ټولنې د پوښ په تصویرونو کې تاوتریخوالی یا د لویانو بربنډوالی او جنسي چلند په گرافیکي بڼه ښيي یا خپروي. هغه رسینز مواد چې له حد څخه زیاته خونړۍ منځپانگه، جنسي تاوتریخوالی او یا برید، له حیواناتو سره جنسي اړیکه یا له مړي سره جنسي اړیکه (نکروفیلیا) ښيي، هم منع دي.

خلک X د دې لپاره کاروي څو وښيي چې په نړۍ کې څه پېښېږي، زیاتره د خبرو د برخې په توگه انځورونه او ویډیوگانې شریکوي. ځينې وختونه کېدای شي دغه رسنیز توکي حساس موضوعات، لکه گرافیکي منځپانگه او د لویانو بربنډتوب او جنسي چلند وښيي. موږ پوهېږو چې ځینې خلک ښايي و نه غواړي له حساسې منځپانگې سره مخ شي، د همدې لپاره موږ انډول ساتو او هغو خلکو ته اجازه ورکوو چې غواړي دغه ډول رسنیز مواد شریک کړی او له هغو خلکو سره مرسته کووچې غواړې له دې کار څخه ډډه وکړي. 

له همدې امله نه شئ کولای گرافیکي منځپانگه او د لویانو بربنډتوب او جنسي چلند د ژوندۍ ویډیو، پېژینال، سرلیک، د لېست د بنر انځورونو یا د ټولنې د پوښ د تصویرونو په گډون په هغو برخو کې شامل کړئ چې په X کې په لوړه کچه د لید وړدي. که تاسو دغه منځپانگه په X کې خپره کړی، باید خپل حساب د حساس په توگه په نښه کړې. په دې کار سره انځورونه یا ویډیوگانې د یوه منځي (یا خبرداري پیغام) تر شا ځای پر ځای کېږي چې ستاسو د رسنیزو موادو له لیدلو مخکې باید تایید شي. د دې ځانگړنې کارول په دې معنا دي هغه خلک چې نه غواړي حساس رسنیز مواد وویني کولای شي ډډه ترې وکړي، یا د لیدلو له غوره کولو مخکې یې باخبره پرېکړه وکړي. همدارنگه موږ ځانگړي حساس رسنیز مواد لکه د لویانو بربنډتوب او جنسي چلند د هغو لیدونکو لپاره چې له ۱۸ کلنو ټیټ عمرلري یا د زږېدلو نېټه په پېژنیال کې نه لیکي، محدودوو. د عمر له مخې محدودې شوې منځپانگې په اړه دلتهنور پوه شئ.

د دې پالیسۍ له مخې، د حساسې رسنیزې منځپانگې ځینې ځانگړي ډولونه هم شته دي چې موږ په ټوله کې اجازه نه ورکوو، ځکه د تاوتریخوالي د عادي کولو وړتیا لري او هغو کسانو ته د ناراحتۍ لامل کېږي چې ویني یې. 

موږ حساس رسنیز مواد په لاندې برخو ډلبندي کوو: 


گرافیکي منځپانگه

گرافیکي منځپانگه هر هغه رسنیز توکي دي چې مرگ، تاوتریخوالی، طبي طرزالعملونه یا پروسیجر، یا جدي جسمي ټپ په گرافیکي جزییاتو سره ښيي. په ځینو مثالونه کې یې لاندې انځورونه راځي، خو تر دې پورې محدود نه دي:

  • تاوتریخجن جرمونه او پېښې؛ 
  • فزیکي جگړې؛
  • له ماشوم څخه فزیکي ناوړه گټه اخیستنه؛
  • د وینې، غایطه موادو، منیو او نورو په گډون د بدن مایعات؛
  • د لیدلو وړ ټپونو او نورو په گډون شدید فزیکي زیان؛ او
  • شدید ټپي شوي یا مثله شوي (چې د بدن غړی یې پرې شوی وي) حیوانات. 
     

یادښت: د مستندې یا ښوونیزې منځپانگې لپاره استثنا کېدای شي. 

د لویانو بربنډتوب او جنسي چلند

د لویانو بربنډتوب او جنسي چلند هر هغه رسنیز مواد دي چې په توافق سره تولید او خپرېږي چې پورنوگرافیک دي یا د جنسي پارېدنې لامل کېږي. په ځینو مثالونه کې یې لاندې انځورونه راځي، خو تر دې پورې محدود نه دي:

  • د تناسلي غړو، کوناټیو، یا تیو (د تي یا د مورد شېدو ورکولو اړوند منځپانگې پرته) د نیږدې لید یا نما په گډون بشپړ یا نیمه بربنډتوب؛
  • ښوول (ورته یا شبیه) شوې جنسي کړنې؛ او
  • جنسي معامله یا نورې جنسي کړنې - دا مورد پر کارتونونو، هنتای (hentai)، یا هغو انیمي (anime) چې انسانان یا د انسان په څېر ځانگړنو سره حیوانات انځوروي، هم پلي کېږي.
     

یادښت: د هنري، طبي، روغتیايي یا ښوونیزې منځپانگې لپاره استثنا کېدای شي. 

د هغه منځپانگې لپاره د ځانگړو شویو اشخاصو له رضایت پرته جوړه او خپره شوې، مهرباني وکړئ زموږ له رضایت پرته بربنډتوب پالیسي وگورئ. 

تاوتریخجن جنسي چلند

تاوتریخجن جنسي چلند هغه رسنیز مواد دي چې له جنسي کړنو سره تړلی تاوتریخوالی انځوروي، که حقیقي وي یا ښوول (ورته یا شبی) شوی. په ځینو مثالونه کې یې لاندې انځورونه راځي، خو تر دې پورې محدود نه دي:

  • جنسي تېرې یا د تاوتریخجنې جنسي ځورونې نور ډولونه، یا جنسي کړنې چې د گډونوالو له رضایت پرته کېږي، د ورته ښوول شوي نه رضایت په گډون؛ او
  • جنسي شوی تاوتریخوالی - په یوه صمیمي چاپېریال کې یوه شخص ته فزیکي زیان رسول، چې سملاسي څرگنده نه دی چې آیا ښکېل شخص رضایت درلود او که نه چې برخه واخلي.
     

له حیواناتو سره جنسي اړیکه او له مړي سره جنسي اړیکه یا نکروفیلیا

له حیواناتو سره جنسي اړیکه هر هغه رسنیز مواد دي چې د انسان او حیوان تر منځ جنسي کړنې ښيي. له مړي سره جنسي اړیکه یا نکروفیلیا هر هغه رسنیز مواد دي چې د ژوندي انسان او د انسان د جسد تر منځ جنسي کړنې ښيي.

 

بې دلیله خونړي

بې دلیله خونړي هغه رسنیز مواد چې د مرگ، تاوتریخوالي یا شدید فزیکي زیان اړوند له حد څخه زیاته گرافیکي یا وېرونکې منځپانگه، یا هغه گرافیکي منځپانگه چې د سادیستي موخو لپاره شریکه شوې، انځوروي. په ځینو مثالونه کې یې لاندې انځورونه راځي، خو تر دې پورې محدود نه دي:

  • ټوټې شوي یا مثله شوي (چې غړي یې پرې شوي وي) انسانان؛
  • د سوي یا سوځول شوي انسان پاتې شوني؛
  • ښکاره شوي داخلي غړي یا هډوکي؛ او
  • د حیواناتو شکنجه یا وژل. 

یادښت: د مذهبي قربانیو، د خوړو چمتو کولو یا پروسس کولو، او ښکار لپاره استثنا کېدای شي. 

د مړو شوو کسانو لپاره، مهرباني وکړئ زموږ د مړو شوو کسانو پالیسۍوگورئ.

 

له دې پالیسۍ څخه سرغړونه څه ده؟


زموږ موخه له حساسو انځورونو او ویډیوگانو سره د مخ کېدلو محدودل او د حساسو رسنیزو موادو د بالقوه ځورونکو ډولونو د شریکولو مخنیوی دی. له همدې امله، زموږ اجرايي طریقه د شریکو شویو رسنیزو موادو ډول او د شریکولو ځای ته په کتلو سره توپیر کوي. 
 

گرافیکي منځپانگه او د لویانو بربنډتوب او جنسي چلند

  • تاسو نه شی کولای په ناغوښتل شویو انځورونو یا ویډیوگانو سره چې گرافیکي منځپانگه، د لویانو بربنډتوب یا جنسي چلند ولري، خلک په نښه کړئ؛ او
  • تاسو نه شئ کولای گرافیکي منځپانگه او د لویانو بربنډتوب او جنسي چلند په ژوندۍ ویډیو، پېژینال، سرلیک، د لېست د بنر په انځورونو یا د ټولنې د پوښ په تصویرونو کې شامل کړئ.
     

تاوتریخجن جنسي چلند، له حیواناتو سره جنسي اړیکه، له مړي سره جنسي اړیکه یا نکروفیلیا او بې دلیله خونړي

موږ د جنسي ځورونې او له جنسي کړنو سره تړلي له رضایت پرته تاوتریخوالي د عادي کېدلو د مخنیوي لپاره تاوتریخجن جنسي چلند، له حیواناتو سره جنسي اړیکه، او له مړي سره جنسي اړیکه یا نکروفیلیا په کلکه منع کوو. موږ له دلیل پرته خونړۍ منځپانگه منع کوو ځکه څیړنو ښودلې ده چې پر لیکه (آنلاین) له حد څخه زیاتې گرافیکي منځپانگې سره مکرر مخ کېدل د یوه شخص پر روغتیا منفي اغېز کوي. د دې دلیلونو له امله، تاسو نه شئ کولای په X داسې انځورونه یا ویډیوگانې چې تاوتریخجن جنسي چلند یا بې دلیله خونړی حالت ښيي، شریک کړئ.

یادښت: کېدای شي د خبر جوړونکو پېښو سره تړلو خونړيو رسنیز موادو لپاره ډېرې محدودې استثناوې وي. 

 

څه له دې پالیسۍ سرغړونه نه ده؟


تاسو کولای شئ گرافیکي منځپانگه یا په رضایت سره تولید شوې د لویانو بربنډتوب او جنسي چلند په خپلو ټویټونو کې شریک کړئ، په دې شرط چې دغه رسنیز مواد د حساسو په توگه په نښه کړئ.

د دې لپاره چې خپل رسنیز مواد د حساس په توگه په نښه کړی، خپل د خوندیتوب تنظیماتو (safety settings) ته ولاړ شئ او هغه رسنیز مواد چې ټویټ کوئ یې د هغو موادو په توگه په نښه کړئ چې ښايي حساس وي غوراوی غوره کړئ. که رسنیز مواد د حساس په توگه په نښه نه کړئ، که ستاسو منځپانگه د بیاکتنې لپاره راپور شي موږ به په لاسي توگه دا کار وکړو. 

 

څوک کولای شي د دې پالیسۍ سرغړونې راپور کړئ؟


هر څوک کولای شي زموږ د راپور ورکولو د ځانگړو جریانونو له لارې د دې پالیسۍ احتمالي سرغړونې راپور کړي. 

 

څنگه کولای شم د دې پالیسۍ سرغړونې راپور کړم؟


په کاریال (app) کې

کولای شئ دغه منځپانگه په لاندې توگه په کاریال (app) کې د بیاکتنې لپاره راپور کړئ:

  1. له   آیکن څخه ټویټ راپور کړئ غوره کړئ.
  2. حساس تصویر یا ویډیو ښيي غوره کړئ.
  3. دې ته په کتلو سره چې څه راپور کوئ، اړوند غوراوی وټاکئ.
     

ډېسکټاپ

کولای شئ دغه منځپانگه په لاندې توگه د ډېسکټاپ له لارې د بیاکتنې لپاره راپور کړئ:

  1. له   آیکن څخه ټویټ راپور کړئ غوره کړئ.
  2. حساس تصویر یا ویډیو ښيي غوره کړئ.
  3. دې ته په کتلو سره چې څه راپور کوئ، اړوند غوراوی وټاکئ.
     

د لېستونو د راپور کولو لپاره:

  1. هغه لېست ته چې غواړئ راپور یې کړئ، ولاړ شئ.
  2. دنور (More) آیکن کلېک کړئ یا پرې کېکاږئ.
  3. لېست راپور کړئ غوره کړئ.

 

که له دې پالیسۍ څخه سرغړونه وکړئ څه پېښېږي؟


هغه اجرايي اقدام چې موږ یې کوو د شریکو شویو رسنیزو موادو په ډول او د شریکولوپه ځای پورې اړه لري. 
 

گرافیکي منځپانگه او د لویانو بربنډتوب او جنسي چلند

  • که یې په ژوندۍ ویډیو او د پېژنیال په انځورونو کې خپره کړئ - موږ به له تاسو څخه وغواړو چې دغه منځپانگه لرې کړئ؛
  • که تاسو یو څوک له ناغوښتل شوې گرافیکي منځپانگې یا د لویانو له بربنډتوب او جنسي چلند سره په نښه کړئ، موږ به له تاسو څخه وغواړو چې زموږ د ناوړه چلند د پالیسۍ له مخې یې لرې کړئ.

 

تاوتریخجن جنسي چلند، له حیواناتو سره جنسي اړیکه او له مړي سره جنسي اړیکه یا نکروفیلیا

  • د X په هر ځای کې د داسې رسنیزو توکو خپرول په کلکه منع دي چې تاوتریخجن جنسي چلند، له حیواناتو سره جنسي اړیکه یا له مړي سره جنسي اړیکه یا نکروفیلیا ښيي
  • لومړی ځل چې له دې پالیسۍ څخه سرغړونه وکړئ، موږ به در څخه وغواړو چې دا منځپانگه لرې کړئ. که له لومړي خبرداري څخه وروسته بیا له دې پالیسۍ څخه سرغړونه وکړئ، ستاسو حساب به د تل لپاره وځنډول شي؛
  • که په X کې ستاسو زیاتره فعالیت د حساسو رسنیزو موادو شریکول وي، ښايي حساب مو د تل لپاره وځنډول شي.

 

بې دلیله خونړي

  • که یې په ټویټ کې یې خپره کړئ - موږ به له تاسو څخه وغواړو چې دغه منځپانگه لرې کړئ
  • که په ژوندۍ ویډیو او د پېژنیال په انځورونو کې یې خپره کړئ - لومړی ځل چې له دې پالیسۍ څخه سرغړونه وکړئ، موږ به در څخه وغواړو چې دا منځپانگه لرې کړئ. که له لومړي خبرداري څخه وروسته بیا له دې پالیسۍ څخه سرغړونه وکړئ، ستاسو حساب به د تل لپاره وځنډول شي؛
  • که په X کې ستاسو زیاتره فعالیت د حساسو رسنیزو موادو شریکول وي، ښايي حساب مو د تل لپاره وځنډول شي.

که باور لرئ چې حساب مو په تېروتنې سره ځنډول شوی، کولای شئ د بیاکتنې غوښتننه واستوئ

اضافي سرچینې


زموږ د اجرايي غوراویو د لړ او د پالیسۍ د پرمختیا او اجرا لپاره زموږ د طریقې په اړه نور پوه شئ.

د لویانو منځپانگه چې د ښودل شویو کسانو له رضایت پرته جوړه او شریکه شوي وي، زموږ د له رضایت پرته بربنډتوب پالیسۍ له مخې بیا کتل کېږي.

دغه مقاله شریکه کړئ