دوه-عامله تصدیق څرنګه وکاروو

دوه-عامله تصدیق ستاسې د ټویټر حساب د امنیت لپاره یوه اضافي لایه ده. د دې پر ځای چې د دننه کېدو لپاره یوازې رمز ورکړئ، یو کوډ هم دننه کړئ یا امنیتي کلید وکاروئ. دغه اضافي ګام له تاسو مرسته کوي تر څو ډاډ تر لاسه کړئ چې یوازې او یوازې تاسې کولای شئ خپل حساب ته لاسرسی ولرئ. د نوم لیکنې په مهال به موږ دا هم یقیني کړو چې تاسې له خپل حساب سره تصدیق شوی برېښنالیک لرئ. په دې توګه به موږ وکولای شو چې ستاسې برېښنالیک له تاسې سره د خبرو اترو لپاره وکاروو تر څو ستاسې حساب خوندي واوسي.

وروسته له هغه چې تاسې دا ځانګړنه فعاله کړه، نو تاسې به خپل رمز، سره له یوه ثانوني دننه کېدو میتود – یا یو کوډ، د یوه اپلیکیشن له لارې د دننه کېدو تصدیق یا هم خپل حساب ته د دننه کېدو لپاره یوه فزیکي امنیتي کلید ته اړتیا ولرئ.  

خپل دننه کېدل څرنګه تایید کړئ
د iOS لپاره:
1 ګام

په پورتنۍ مینو کې، پر خپل پروفایل (profile) ایکن باندې کلیک وکړئ، وروسته پر تنظیمات او محرمیت (Settings and privacy) باندې کلیک وکړئ.

2 ګام

پر حساب (Account)کلیک وکړئ او بیا وروسته پر امنیت (Security) باندې کلیک وکړئ.

3 ګام

پر دوه-عامله تصدیق باندې کلیک وکړئ.

4 ګام

دلته درې میتودونه دي چې تاسې کولای شئ یو یې ترې وټاکئ: لیکلی پیغام (Text message)، د تصدیق اپلیکیشن (Authentication app)، یا د امنیت کلید (Security key).

5 ګام

کله چې مو نوم لیکنه وکړه او خپل حساب ته ننوتئ، نو له تاسې څخه به وغوښتل شي چې دوه-عامله تصدیق میتود ورکړئ، چې تاسو تر دې دمه د ننوتو پر مهال له خپل پټ نوم سره یو ځای کارولی و. تاسو به همدارنګه د جلا دوه-عامله تصدیق د میتود د غوره کولو غوراوی ووینئ. که مو غوښتل چې مخکې ولاړ شئ، نو په اسانۍ سره کلیک وکړئ. د دننه کېدو د پای ته رسولو لپاره پر پرده راغلې لارښوونې وڅارئ.

د لیکلي پیغام له لارې نوم لیکنه:
1 ګام

د لیکلي پیغام څنګ ته پر چیک بکس کلیک وکړئ.

2 ګام

خپل رمز دننه کړئ او بیا پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.

3 ګام

د عمومي کتنې لارښوونې ولولئ او بیا پر پیلولو (Get Started) باندې کلیک وکړئ.

4 ګام

که چیرته تاسو دا کار له پخوا څخه نه وي کړی، نو موږ به له تاسې څخه وغواړو چې د خپل ټویټر حساب لپاره یو برېښنالیک تصدیق کړئ: خپل برېښنالیک مو دننه کړئ او بیا پر راتلونکې (Next) کلیک وکړئ. موږ به وروسته تاسې ته د برېښنالیک له لارې د تایید کوډ در واستوو. بیرته خپل د ټویټر حساب ته ولاړ شئ او هلته خپل کوډ ورکړئ او بیا پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.

یادښت: که چیرته تاسې له خپل حساب سره کومه ثبت شوې د ټلیفون شمېره نه لرئ، نو له تاسې به وغواړو چې هغه دننه کړئ. سربېره پر دې، تاسو کولای شئ دغه غوراوی انتخاب کړئ تر څو ستاسو موجود مخاطبین وکولای شي تاسې په ټویټر کې ومومي.

5 ګام

اوس به موږ له تاسې څخه وغواړو چې د تایید کوډ چې تاسو ته د لیکلي پیغام له لارې استول شوی و، هغه دلته دننه کړئ. کوډ مو پیسټ یا ولیکئ، چې په دې سره به تاسې د بیا ترلاسه کولو کوډ سره مل د تایید پرده ووینئ. موږ تاسې ته سپارښتنه کوو تر څو د دې کوډ سکرین شاټ واخلئ چې په راتلونکې کې یې بیا وکاروئ. دغه کار به له تاسې سره مرسته وکړي چې که چیرته تاسې خپل موبایل ورک کړئ یا خپل د موبایل شمېره بدله کړئ بیا به هم خپل حساب ته لاسرسی لرئ.

6 ګام

کله چې پر دغه پرده باندې ستاسې کار پای ته ورسید نو پر پوه شوم (Got it) کلیک وکړئ.

د تصدیق اپلیکیشن له لارې نوم لیکنه:
1 ګام

د تصدیق اپلیکیشن(Authentication app) ته نږدې بکس باندې کلیک وکړئ.

2 ګام

د عمومي کتنې لارښوونې ولولئ او بیا پر پوه شوم (Got it) کلیک وکړئ.

3 ګام

که در څخه وغوښتل شو، نو خپل رمز ورکړئ او پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.

4 ګام

که چیرته تاسې دا کار له پخوا څخه نه وي کړی، نو موږ به له تاسې څخه وغواړو چې د خپل ټویټر حساب لپاره یو برېښنالیک تصدیق کړئ: خپل برېښنالیک مو دننه کړئ او بیا پر راتلونکې (Next) کلیک وکړئ. موږ به وروسته تاسې ته د برېښنالیک له لارې د تایید کوډ در واستوو. بیرته خپل د ټویټر حساب ته ولاړ شئ او هلته خپل کوډ ورکړئ او بیا پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.

5 ګام

له تاسې به وغوښتل شي چې خپل د تصدیق اپلیکیشن له خپل حساب سره د QR کوډ په سکن کولو ونښلوئ. (که چیرته تاسې په خپله وسیله کې کوم انسټال شوی اپلیکیشن نلرئ، نو باید ډاونلوډ یې کړئ. تاسې کولای شئ د وخت پر بنسټ یو ځل کاریدونکی رمز (Time-based One Time Password, TOTP) د تصدیق اپلیکیشن وکاروئ لکه د Google Authenticator، Authy،Duo Mobile ، 1Password او داسې نور.)

6 ګام

کله چې مو QR کوډ سکن کړ، بیا پر راتلونکې (Next) کلیک وکړئ.

7 ګام

د خپل تصدیق د اپلیکیشن له خوا جوړ شوی کوډ دننه کړئ او بیا پر تایید (Verify) باندې کلیک وکړئ.

8 ګام

تاسې به د تایید پرده ووینئ. د تنظیم د پای ته رسولو لپاره پر پوه شوم (Got it) کلیک وکړئ.

اوس د خپل تصدیق د اپلیکیشن له لارې، تاسې کولای شئ په خپل ټویټر حساب کې د دننه کېدو لپاره دا کوډونه ووینئ او ویې کاروئ.

د امنیتي کلۍ له لارې نوم لیکنه وکړئ:
1 ګام

پر امنیتي کلۍ (Security key) کلیک وکړئ.  

2 ګام

کله چې څرګن شو، نو خپل رمز ولیکئ.

3 ګام

که چیرته تاسې دا کار له پخوا څخه نه وي کړی، نو موږ به له تاسې څخه وغواړو چې د خپل ټویټر حساب لپاره یو برېښنالیک تصدیق کړئ: خپل برېښنالیک مو دننه کړئ او بیا پر راتلونکې (Next) کلیک وکړئ. موږ به وروسته تاسې ته د برېښنالیک له لارې د تایید کوډ در واستوو. بیرته خپل د ټویټر حساب ته ولاړ شئ او هلته خپل کوډ ورکړئ او بیا پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.

4 ګام

عمومي کتنه ولولئ او بیا پر پیل (Start) باندې کلیک وکړئ.

5 ګام

تاسې کولای شئ همدا کلید (کلیدونه) د خپل موبایل وسیلې په UBS پورټ کښې دننه کړئ، یا هم د بلوتوت یا NFC له لارې یې سېنک کړئ. کله چې مو دننه کړل، نو خپل د کلید بټن سره تماس وکړئ.

6 ګام

Fتنظیم د پای ته رسولو لپاره پر پرده باندې راغلې لارښوونې تعقیب کړئ.

7 ګام

کله چې مو دا کار ترسره کړ، ستاسې امنیتي کلید (کلیدونه) به په د امنیتي کلیدونو مدیریت (Manage security keys) برخې کې چې تر دوه عامله تصدیق (Two-factor authentication) لاندې دی را ښکاره شي. له هغه ځایه، تاسې کولای شئ خپل امنیت کلید (کلیدونه) تغییر یا حذف کړئ، او هر وخت کولای شئ چې له خپل حساب سره اضافي امنیتي کلیدونه اضافه کړئ. 

یادښت: که چیرته تاسې د اضافي دوه-عامله تصدیق د ساتنې لپاره امنیتي کلید اضافه کړی وي، نو د اضافي ساتنې لپاره د بیا ترلاسه کولو د نورو میتودونو کارولو ته اړتیا نه لرو. امنیتي کلیدونه ستاسې د تصدیق لپاره د یوازیني میتود په بڼه کارول کېږي، پرته له دې چې نور میتودونه مو روښانه کړي وي.

که چیرته تاسې د 2016 کال د مارچ له 21 وړاندې د دننه کېدو تایید لپاره نوم لیکنه کړې وي:

کله چې تاسې په twitter.com کې خپل حساب ته دننه کېږئ یا هم په بله وسیله کې لکه د iOS لپاره ټویټر، د Android لپاره ټویټر یا mobile.twitter.com کې، نو ستاسې ټلیفون ته به خبرتیا درشي. خبرتیا پرانیزئ تر څو د دننه کېدو غوښتنه ومنئ. کله چې تاسې دا ومانه، نو تاسې به سمدلاسه په twitter.com کې خپل حساب ته دننه شئ.

همداشان ښایې تاسې د SMS لیکلي پیغام له لارې د دننه کېدو کوډ تر لاسه کړئ. کله چې تاسې په twitter.com کې خپل حساب ته دننه کېږئ نو کولای شئ غوره کړئ چې خپل ټلیفون ته د لیکلي پيغام له لارې د کوډ استولول پر غوښتنې کلیک وکړئ.  
  

یادښت: تاسې کولای شئ له اپلیکیشن څخه د امنیت (Security) په کلیک کولو او بیا د دننه کېدو د غوښتنې (Login Requests) پر کلیک کولو سره خپل د دننه کېدو غوښتنې ومنئ یا یې رد کړئ. په لیست کې ښکته ولاړ شئ تر څو نوې غوښتنې ووینئ. غوښتنې به پر دغه پرده راښکاره شي، ان که چیرته تاسې کومه خبرتیا هم ترلاسه نکړه.

دوه-عامله تصدیق څرنګه بند کړو:
1 ګام

په پورتنۍ مینو کې د خپل پروفایل (profile) پر ایکن کلیک وکړئ او بیا پر تنظیمات او محرمیت (Settings and privacy) باندې کلیک وکړئ.

2 ګام

پر حساب (Account) کلیک وکړئ او بیا پر امنیت (Security) باندې کلیک وکړئ.

3 ګام

د خپل ټاکل شوي دوه-عامله تصدیق میتود ته نږدې سلایډر باندې کلیک وکړئ تر څو هغه بند شي

4 ګام

پر Turn off دوه ځلې کلیک وکړئ تر څو خپله ټاکنه تصدیق کړئ

د Android لپاره:
1 ګام

په پورتنۍ مینو کې به تاسو یا  د لوري موندلو (navigation) مینو ایکن ووینئ یا د خپل پروفایل (profile) ایکن. پر هر یوه ایکن چې تاسې یې لرئ کلیک وکړئ او بیا تنظیمات او محرمیت (Settings and privacy) وټاکئ.

2 ګام

پر حساب (Account) کلیک وکړئ او بیا وروسته پر امنیت (Security) باندې کلیک وکړئ. 

3 ګام

پر دوه عامله تصدیق (Two-factor authentication) باندې کلیک وکړئ.

4 ګام

دلته درې میتودونه دي چې تاسې کولای شئ یو یې ترې وټاکئ: لیکلی پیغام (Text message)، د تصدیق اپلیکیشن (Authentication app) یا امنیتي کلید (Security key).

5 ګام

کله چې مو نوم لیکنه وکړه او خپل حساب ته ننوتلئ، نو له تاسې څخه به وغوښتل شي چې دوه-عامله تصدیق میتود ورکړئ چې تاسې د پخواني دننه کېدو پر مهال له خپل رمز سره یو ځای کارولی. تاسې به همدارنګه د جلا دوه-عامله تصدیق د میتود د غوره کولو غوراوي ووینئ. که مو غوښتل چې مخکې ولاړ شئ، نو په اسانۍ سره کلیک وکړئ. د دننه کېدو د پای ته رسولو لپاره پر پرده راغلې لارښوونې تعقیب کړئ

د لیکلي پیغام له لارې نوم لیکنه کول:
1 ګام

د لیکلي پیغام (Text message) څنګ ته بکس چیک کړئ.

2 ګام

د عمومي کتنې لارښوونې ولولئ او بیا پر راتلونکې (Next) کلیک وکړئ. 

3 ګام

خپل رمز دننه کړئ او بیا پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.

4 ګام

که چیرته تاسې دا کار له پخوا څخه نه وي کړی، نو موږ به له تاسې څخه وغواړو چې د خپل ټویټر حساب لپاره یو برېښنالیک تصدیق کړئ: خپل برېښنالیک مو دننه کړئ او بیا پر راتلونکې (Next) کلیک وکړئ. موږ به وروسته تاسې ته د برېښنالیک له لارې د تایید کوډ در واستوو. بیرته خپل د ټویټر حساب ته ولاړ شئ او هلته خپل کوډ ورکړئ او بیا پر تایید (Verify) کلیک وکړئ. یادښت: که چیرته تاسې له خپل حساب سره کومه ثبت شوې د ټلیفون شمېره نلرئ، نو له تاسې به وغواړو چې هغه دننه کړئ. سربېره پر دې، تاسې کولای شئ دغه غوراوی انتخاب کړئ تر څو ستاسې شته مخاطبین وکولای شي تاسې په ټویټر کې ومومي.

5 ګام

اوس به موږ له تاسې څخه وغواړو چې د تایید کوډ چې تاسې ته د لیکلي پیغام له لارې لیږل شوی و، هغه دلته دننه کړئ. کوډ مو پیسټ یا ولیکئ، چې په دې سره به تاسې د بیا ترلاسه کولو کوډ سره مل د تایید پرده ووینئ. موږ تاسې ته سپارښتنه کوو تر څو د دې کوډ سکرین شاټ واخلئ تر څو په راتلونکي کې یې بیا وکاروئ. دغه کار به له تاسې سره مرسته وکړي چې که چیرته تاسې خپل موبایل ورک کړئ یا خپل د موبایل شمېره بدله کړئ بیا به هم خپل حساب ته لاسرسی لرئ.

6 ګام

کله چې له دې پردې سره مو کار پای ته ورسید نو پر پوه شوم (Got it) کلیک وکړئ.

اوس چې کله تاسې په twitter.com، د Android په ټویټر یا mobile.twitter.com کې دننه شوئ، نو یو شپږ رقمي کوډ به ستاسې ټلیفون ته د لیکلي پیغام له لارې در واستول شي تر څو د دننه کېدو پر مهال یې وکاروئ.

د تصدیق اپلیکیشن له لارې نوم لیکنه:
1 ګام

د تصدیق اپلیکیشن (Authentication app) ته نږدې پر چیک بکس کلیک وکړئ.

2 ګام

د عمومي کتنې لارښوونې ولولئ او بیا پر پیل (Start) کلیک وکړئ.

3 ګام

که در څخه وغوښتل شول، نو خپل رمز  ورکړئ او پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.

4 ګام

که چیرته تاسې دا کار له پخوا څخه نه وي کړی، نو موږ به له تاسې څخه وغواړو چې د خپل ټویټر حساب لپاره یو برېښنالیک تصدیق کړئ: خپل برېښنالیک مو دننه کړئ او بیا پر راتلونکي (Next) کلیک وکړئ. موږ به وروسته تاسې ته د برېښنالیک له لارې د تایید کوډ در واستوو. بیرته خپل د ټویټر حساب ته ولاړ شئ او هلته خپل کوډ ورکړئ او بیا پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.

5 ګام

له تاسې به وغوښتل شي چې خپل د تصدیق اپلیکیشن له خپل حساب سره د QR کوډ په سکن کولو ونښلوئ. (که چیرته تاسې په خپله وسیله کې کوم انسټال شوی اپلیکیشن نلرئ، نو باید ډانلوډ یې کړئ. تاسې کولای شئ هر ډول د وخت پر بنسټ یو ځل کاریدونکی رمز (Time-based One Time Password, TOTP) د تصدیق اپلیکیشن وکاروئ لکه د Google Authenticator ، Authy، Duo Mobile، 1Password او داسې نور.)

6 ګام

کله چې مو د QR کوډ سکن کړ، بیا پر راتلونکي (Next) کلیک وکړئ.

7 ګام

د خپل تصدیق د اپلیکیشن له خوا جوړ شوی کوډ دننه کړئ او بیا پر تایید (Verify) باندې کلیک وکړئ.

8 ګام

تاسې به د تایید پرده ووینئ. د تنظیم د پای ته رسولو لپاره پر پوه شوم (Got it) کلیک وکړئ.

اوس د خپل تصدیق د اپلیکیشن له لارې، تاسې کولای شئ په خپل ټویټر حساب کې د دننه کېدو لپاره دا کوډونه ووینئ او ویې کاروئ.

د امنیتي کلید له لارې نوم لیکنه وکړئ:
1 ګام

پر امنیتي کلید (Security key) باندې کلیک وکړئ.

2 ګام

کله چې څرګند شو، نو خپل رمز ولیکئ.

3 ګام

که چیرته تاسې دا کار له پخوا څخه نه وي کړی، نو موږ به له تاسې څخه وغواړو چې د خپل ټویټر حساب لپاره یو برېښنالیک تصدیق کړئ: خپل برېښنالیک  دننه کړئ او بیا پر راتلونکي (Next) کلیک وکړئ. موږ به وروسته تاسې ته د برېښنالیک له لارې د تایید کوډ در واستوو. بیرته خپل د ټویټر حساب ته ولاړ شئ او هلته خپل کوډ ورکړئ او بیا پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.

4 ګام

عمومي کتنه ولولئ او بیا پر پیل (Start) باندې کلیک وکړئ.

5 ګام

تاسې کولای شئ همدا کلید (کلیدونه) د خپل موبایل وسیلې په UBS پورټ کښې دننه کړئ، یا هم د بلوتوت یا NFC له لارې یې سېنک کړئ. کله چې مو دننه کړل، نو خپل د کلید بټن سره تماس وکړئ.

6 ګام

د تنظیم د پای ته رسولو لپاره پر پرده باندې راغلې لارښوونې تعقیب کړئ.

7 ګام

کله چې مو دا کار تر سره کړ، ستاسې امنیتي کلید (کلیدونه) به د امنیتي کلیدونو د مدیریت (Manage security keys) په برخه کې چې تردوه عامله تصدیق (Two-factor authentication) لاندې ده را ښکاره شي.  له هغه ځایه، تاسې کولای شئ خپل امنیتي کلید (کلیدونه) ته تغییر ورکړئ یا یې هم حذف کړئ، او هر وخت کولای شئ خپل حساب کې اضافي امنیتي کلیدونه اضافه کړئ.

یادښت: که چیرته تاسې د اضافي دوه-عامله تصدیق د ساتنې لپاره امنیتي کلید اضافه کړی وي، نو د اضافي ساتنې لپاره د بیا ترلاسه کولو د نورو میتودونو کارولو ته اړتیا نلرو. امنیتي کلیدونه ستاسې د تصدیق لپاره د یوازیني میتود په بڼه کارول کېږي، پرته له دې چې نور میتودونه مو روښانه کړي وي.

که چیرته تاسې د 2016 کال د مارچ له 21 مخکې د دوه-عامله تصدیق لپاره نوم لیکنه کړې وي:

کله چې تاسې په twitter.com کې خپل حساب ته دننه کېږئ یا هم په بله وسیله کې لکه د iOS لپاره ټویټر، د Android لپاره ټویټر یا mobile.twitter.com کې، نو ستاسې ټلیفون ته به خبرتیا درشي. د پوش خبرتیا پرانیزئ تر څو د دننه کېدو غوښتنه ومنئ. کله چې تاسې دا ومانه، نو تاسې به سمدلاسه په twitter.com کې خپل حساب ته دننه شئ.

همدارنګه ښایي تاسې د SMS لیکلي پیغام له لارې د دننه کېدو کوډ ترلاسه کړئ. کله چې تاسې په twitter.com کې خپل حساب ته دننه کېږئ نو کولای شئ غوره کړئ چې خپل ټلیفون ته د لیکلي پيغام له لارې د کوډ لېږلو پر غوښتنې کلیک وکړئ.

 یادښت: تاسې کولای شئ له اپلیکیشن څخه د امنیت (Security) په کلیک کولو او بیا د دننه کېدو د غوښتنې (Login Requests) پر کلیک کولو سره خپل د دننه کېدو غوښتنې ومنئ یا یې رد کړئ. په لېست کې ښکته ولاړ شئ تر څو نوې غوښتنې ووینئ. غوښتنې به پر دغه پرده راښکاره شي، ان که چیرته تاسې کومه خبرتیا هم ترلاسه نکړه.

دوه-عامله تصدیق څه ډول بند کړو:
1 ګام

په پورتنۍ مینو کې، د خپل پروفایل پر ایکن باندې کلیک وکړئ او بیا وروسته پر تنظیمات او محرمیت (Settings and privacy)کلیک وکړئ

2 ګام

پر حساب (Account) کلیک وکړئ او بیا پر امنیت (Security) باندې کلیک وکړئ

3 ګام

پردوه-عامله تصدیق (Two-factor authentication) باندې کلیک وکړئ.

4 ګام

د خپل ټاکل شوي دوه عامله تصدیق میتود ته نږدې چیک بکس باندې کلیک وکړئ تر څو هغه بند کړئ.

5 ګام

پر Turn off  کلیک وکړئ تر څو خپله ټاکنه تصدیق کړئ.

د Desktop لپاره:
1 ګام

د څنګ په مینو کې، پر زیات (More) باندې کلیک وکړئ او بیا پر تنظیمات او محرمیت (Settings and privacy) کلیک وکړئ.

2 ګام

پر امنیت او د حساب لاسرسي (Security and account access) باندې کلیک وکړئ او بیا پر امنیت (Security) باندې کلیک وکړئ. 

3 ګام

پر دوه-عامله تصدیق (Two-factor authentication) باندې کلیک وکړئ.

4 ګام

دلته دری میتوده دي چې تاسې کولای شئ یو یې ترې وټاکئ: لیکلی پیغام (Text message)، د تصدیق اپلیکیشن (Authentication app)، یا د امنیت کلید (Security key).

5 ګام

کله چې مو نوم لیکنه وکړه او خپل حساب ته ننوتلئ، نو له تاسې څخه به وغوښتل شي چې دوه-عامله تصدیق میتود ورکړئ چې تاسې تر دې دمه د ننوتلو پر مهال له خپل رمز سره یو ځای کارولی. تاسې به همداشان د جلا دوه-عامله تصدیق د میتود د غوره کولو غوراوي ووینئ. که غواړئ چې مخ ته ولاړ شئ، نو په اسانۍ پر پرامپټ کلیک وکړئ چې یو جلا میتود وټاکئ. د دننه کېدو د پای ته رسولو لپاره پر پرده راغلې لارښوونې تعقیب کړئ.

د لیکلي پیغام له لارې نوم لیکنه:
1 ګام

د لیکلي پیغام (Text message) څنګ ته پر چیک بکس کلیک وکړئ

2 ګام

د عمومي کتنې لارښوونې ولولئ او بیا پر راتلونکې (Next)کلیک وکړئ.  ;

3 ګام

خپل رمز دننه کړئ او بیا پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.

4 ګام

که چیرته تاسې دا کار له پخوا څخه نه وي کړی، نو موږ به له تاسې څخه وغواړو چې د خپل ټویټر حساب لپاره یو برېښنالیک تصدیق کړئ: خپل برېښنالیک دننه کړئ، بیا پر راتلونکې (Next) باندې کلیک وکړئ. موږ به وروسته تاسې ته د برېښنالیک له لارې د تایید کوډ در واستوو. بیرته خپل ټویټر حساب ته ولاړ شئ، خپل کوډ هلته ولیکئ، بیا پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.یادښت: که چیرته تاسې له خپل حساب سره کومه ثبت شوې د ټلیفون شمېره نلرئ، نو له تاسې به وغواړو چې هغه دننه کړئ. سربېره پر دې، تاسې کولای شئ دغه غوراوی انتخاب کړئ تر څو ستاسې اوسني مخاطبین وکولای شي تاسې په ټویټر کې ومومي.

5 ګام

اوس به موږ له تاسې څخه وغواړو چې د تایید کوډ چې تاسو ته د لیکلي پیغام له لارې در استول شوی و، هغه دلته ولیکئ. وروسته به تاسو د بیا ترلاسه کولو له کوډ سره د تایید یوه پرده ووینئ. موږ تاسې ته سپارښتنه کوو چې د دې کوډ سکرین شاټ واخلئ تر څو په راتلونکي کې یې بیا وکاروئ. دغه کار به له تاسې سره مرسته وکړي چې که چیرته تاسې خپل موبایل ورک کړئ یا خپل د موبایل شمېره بدله کړئ بیا به هم خپل حساب ته لاسرسی لرئ.

6 ګام

کله چې مو له دې پردې سره کار پای ته ورسید نو پر پوه شوم (Got it) کلیک وکړئ.

اوس چې تاسې په twitter.com، د iOS په ټویټر، د Android په ټویټر یا mobile.twitter.com په حساب کې دننه شوئ، نو یو شپږ رقمي کوډ به ستاسې ټلیفون ته د پیغام له لارې در واستول شي تر څو هغه د دننه کېډو پر مهال وکاروئ.

د تصدیق اپلیکیشن له لارې نوم لیکنه:
1 ګام

د اپلیکیشن تصدیق (Authentication app) ته نږدې چیک بکس باندې کلیک وکړئ.

2 ګام

د عمومي کتنې لارښوونې ولولئ او بیا پر پیل (Start) کلیک وکړئ.

3 ګام

که یې رمز در څخه وغوښت نو هغه ولیکئ او پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.

4 ګام

که چیرته تاسې دا کار له پخوا څخه نه وي کړی، نو موږ به له تاسې څخه وغواړو چې د خپل ټویټر حساب لپاره یو برېښنالیک تصدیق کړئ: خپل برېښنالیک دننه کړئ، بیا پر راتلونکي (Next) باندې کلیک وکړئ. موږ به وروسته تاسې ته د برېښنالیک له لارې د تایید کوډ در واستوو. بیرته خپل ټویټر حساب ته ولاړ شئ، خپل کوډ هلته ولیکئ، بیا پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.

5 ګام

له تاسې به وغوښتل شي چې خپل د تصدیق اپلیکیشن له خپل ټویټر حساب سره د QR کوډ د سکن کولو له لارې ونښلوئ. (که چیرته تاسې له پخوا څخه په خپله وسیله کې انسټال شوی اپلیکیشن و نه لری، نو باید ډانلوډ یې کړئ. تاسې کولای شئ هر ډول د وخت پر بنسټ یو ځل کاریدونکی کوډ (Time-based One Time Password, TOTP) د تصدیق اپلیکیشن وکاروئ لکه د Google Authenticator ، Authy، Duo Mobile، 1Password او داسې نور.)

6 ګام

کله چې مو د QR کوډ سکن کړ، بیا پر راتلونکي (Next) باندې کلیک وکړئ.

7 ګام

هغه کوډ دننه کړئ چې ستاسې د تصدیق اپلیکیشن له خوا جوړ شوی، بیا پر تایید (Verify) باندې کلیک وکړئ.

8 ګام

تاسې به د تایید پرده ووینئ. پر پوه شوم (Got it) کلیک وکړئ تر څو تنظیم پای ته ورسیږي

اوس د خپل تصدیق د اپلیکیشن له لارې، تاسې کولای شئ په خپل ټویټر حساب کې د دننه کېدو لپاره دا کوډونه ووینئ او ویې کاروئ.

د امنیتي کلید له لارې نوم لیکنه:
1 ګام

پر امنیتي کلید (Security key) باندې کلیک وکړئ. 

2 ګام

کله چې څرګند شو، نو خپل رمز ورکړئ.

3 ګام

که چیرته تاسې دا کار له پخوا څخه نه وي کړی، نو موږ به له تاسې څخه وغواړو چې د خپل ټویټر حساب لپاره یو برېښنالیک تصدیق کړئ: خپله برېښنالیک پته دننه کړئ، بیا پر راتلونکي (Next) باندې کلیک وکړئ. موږ به وروسته تاسې ته د برېښنالیک له لارې د تایید کوډ در واستوو. بیرته خپل ټویټر حساب ته ولاړ شئ، خپل کوډ هلته پکې دننه کړئ، بیا پرتایید (Verify) کلیک وکړئ.

4 ګام

د عمومي کتنې برخه ولولئ او بیا پر پیل (Start) باندې کلیک وکړئ.

5 ګام

تاسې کولای شئ همدا کلید (کلیدونه) د خپل کمپیوټر په UBS پورټ کښې دننه کړئ، یا هم د خپل کمپیوټر د بلوتوت یا NFC له لارې یې سېنک کړئ. کله چې مو دننه کړل، نو خپل د کلید بټن سره تماس ورکړئ.

6 ګام

د تنظیم د پای ته رسولو لپاره پر پرده باندې راغلې لارښوونې تعقیب کړئ.

7 ګام

کله چې مو دا کار ترسره کړ، ستاسې امنیتي کلید (کلیدونه) بهد امنیتي کلیدونو د مدیریت (Manage security keys) په برخه کې چې تر دوه عامله تصدیق (Two-factor authentication) لاندې دی را ښکاره شي.  له هغه ځایه، تاسې کولای شئ خپل امنیتي کلید (کلیدونه) تغییر یا حذف کړئ، او هر وخت کولای شئ چې له خپل حساب سره اضافي امنیتي کلیدونه اضافه کړئ.

تاسې باید د خپل براورز وروستۍ نسخه وکاروئ لکه Chrome، Edge، Firefox، Opera یا Safari تر څو په یوه امنیتي کلید سره خپل حساب اضافه یا هم هغه ته دننه شئ.

یادښت: که چیرته تاسې د اضافي دوه-عامله تصدیق د ساتنې لپاره امنیتي کلید اضافه کړی وي، نو د اضافي ساتنې لپاره د بیا ترلاسه کولو د نورو میتودونو کارولو ته اړتیا نلرو. امنیتي کلیدونه ستاسې د تصدیق لپاره د یوازیني میتود په بڼه کارول کېږي، پرته له دې چې نور میتودونه مو روښانه کړي وي.

دوه-عامله تصدیق څرنګه بند کړو:
1 ګام

د څنګ په مینو کې پر ور (More) باندې کلیک وکړئ بیا پر تنظیمات او محرمیت (Settings and privacy) کلیک وکړئ.

2 ګام

پر امنیت او د حساب لاسرسي (Security and account access)باندې کلیک وکړئ او بیا پر امنیت (Security) کلیک وکړئ.

3 ګام

پر دوه-عامله تصدیق (Two-factor authentication) باندې کلیک وکړئ.

4 ګام

د خپل ټاکل شوي دوه عامله تصدیق د میتود تر څنګ بکس باندې کلیک وکړئ تر څو هغه بند شي.


 لنډ مهاله رمز
 

کله چې تاسې د X.com له لارې خپل حساب ته دوه-عامله تصدیق فعاله کړ، نو په نورو وسایلو یا اپلیکیشنونو کې ټویټر ته د دننه کېدو لپاره به لنډ مهاله رمز کارولو ته اړتیا ولرئ او هلته به له تاسې څخه د خپل ټویټر د رمز د لیکلو غوښتنه وشي؛ تاسې به ونشئ کولای چې د خپل معمول کارن نوم او رمز د ترکیب په کارولو سره دننه شئ. که چیرته موږ دا وموندله، نو تاسې به دننه کېدو لپاره لنډ مهاله پټ نوم ته اړتیا ولرئ، موږ به هغه د SMS لیکلي پیغام له لارې ستاسې ټلیفون ته در واستوو. همدارنګه د دې پر ځای، تاسې کولای شئ خپل لنډ مهاله رمز جوړ کړئ.

په twitter.com کې څرنګه لنډ مهاله رمز جوړ کړو.
  1. د څنګ په مینو کې، پر نور (More) باندې کلیک وکړئ او بیا پر تنظیمات او محرمیت (Settings and privacy) کلیک وکړئ.
  2. پر امنیت او د حساب لاسرسي (Security and account access) باندې کلیک وکړئ، وروسته پر امنیت (Security) کلیک وکړئ.
  3. پر دوه-عامله تصدیق (Two-factor authentication) باندې کلیک وکړه.
  4. پر لنډ مهاله رمز (Temporary password) کلیک وکړئ.

یادښت: ستاسې لنډ مهاله رمز به له یوه ساعت وروسته منقضي شي. تاسې د iOS په ټویټر یا د Android په ټویټر، یا هم mobile.X.com کې د دننه کېدو لپاره کوم لنډ مهاله رمز ته اړتیا نلرئ.

دغه مقاله شریکه کړئ