له بند شوي یا محدود شوي حساب سره مرسته

که چیرته کوم حساب له خطر سره مخ وي یا هم د ټویټر له قوانینو یا د  خدمت له شرایطو څخه سرغړونه وکړي نو ښایي موږ یې بند کړو یا د هغه حساب ځینې ځانګړنې د لنډ مهال لپاره محدودې کړو. که چیرته تاسې دننه کېږئ یا هم خپل اپلیکیشن پرانیزئ او دا پیغام وینئ چې ستاسو حساب بند شوی یا ستاسو د حساب ځینې ځانګړنې محدودې شوې دي، نو لاندې لارښوونې تعقیب کړئ، تر څو خپل حساب بیرته تر لاسه کړئ. په دې اړه د نورو معلوماتو له پاره لوستلو ته دوام ورکړئ.


ستاسو حساب د امنیتي دلایلو له امله بند شوی دی

 

 که تاسو خپل حساب ته ننوتئ او دا پیغام مو ولید چې ستاسو حساب د امنیتي دلایلو له مخې بند شوی دی، نو دا په دې معنا ده چې کوم مشکوک عمل ترسره شوی دی او داسې ښکاري چې ښایي ستاسو حساب له خطر سره مخ وي. د خپل حساب د بېرته خلاصولو له پاره، په مهربانۍ سره خپل رمز بدل کړئ او خپل حساب خوندي کړئ.

که چیرته تاسو له خپل حساب سره کوم برېښنالیک لرئ، نو موږ به په هماغه پته لارښوونې در واستوو. که تاسې زموږ له خوا کوم برېښنالیک تر لاسه نکړ، نو مهرباني وکړئ خپل سپم، جنک او ټولنیز فولډرونه وګورئ.

 

د خپل حساب د خوندي ساتلو  له پاره لارښوونې ولولئ.

که د خپل حساب د بېرته خلاصولو لپاره اضافي مرستې ته اړتیا لرئ نو زموږ له مرستندویې ډلې سره اړیکه ونیسئ.

 

ستاسې حساب بند شوی او موږ باید ډاډمن شو چې تاسو یې اصلي خاوند یاست.

که چیرته ښکاري چې ستاسو حساب په خپلکاره ډول داسې څه ترسره کوي چې د ټویټر قوانین ورسره تر پښو لاندې کېږي، نو ښايي موږ هغه بند کړو او له تاسو وغواړو چې د حساب د اصلي څښتن په توګه هغه تصدیق کړئ.

د حساب د بېرته خلاصولو لپاره:

  1. خپل حساب ته ننوځئ.
  2. هغه پیغام وپلټئ چې تاسو ته وايي ستاسو حساب بند شوی دی.
  3. پر  پیلول (Start) کلېک وکړئ.
  4. خپل د ټلیفون شمېره ولیکئ. په مهربانۍ سره په یاد ولرئ چې موږ به دا شمېره ستاسو له حساب سره راجستر کړو.
  5. موږ به د لیکلي پیغام یا ټلیفوني اړیکې له لارې تاسو ته د تایید کوډ درکړو. ستاسو موبایل ته د دې کوډ استول به یو څو شېبې وخت ونیسي.
  6. کله مو چې د تایید کوډ ولیکه، وروسته پر  استولو (Submit) کلېک وکړئ، تر څو ستاسو حساب خلاص شي.

که تاسو له خپل حسلب سره کوم برېښنالیک لرئ، نو موږ به د هغه له لارې هم لارښوونې در واستوو. که چیرته تاسو زموږ له خوا کوم برېښنالیک تر لاسه نکړ، نو مهرباني وکړئ خپل سپم، جنک او ټولنیز فولډرونه وګورئ.

که د خپل حساب د بېرته خلاصولو لپاره  اضافي مرستې ته اړتیا لرئ نو زموږ له مرستندویه ډلې سره اړیکه ونیسئ.

که چیرته ستاسو حساب په دې وضعیت کې وي، نو هغه خلک چې ستاسو پروفایل ګوري هغوی ته به دا پیغام ورکول کېږي چې دې حساب کوم غیر معمول فعالیت ترسره کړی دی او له هغوی به پوښتي چې آیا لا هم غواړي دغه پروفایل وګوري.


 ستاسو حساب ځکه محدود شوی دی چې د ټویټر قوانین یې تر پښو لاندې کړي دي 
 

 

که چیرته ستاسو حساب د ټویټر د قوانینو د نه مراعاتولو له کبله محدود شوی وي، بیا هم کولای شئ ټویټر وپلټئ، خو تر هغې چې په همدې حالت کې یاست، تاسو یوازې کولای شئ خپلو څارونکو ته مستقیم پیغام واستوئ. ټویټ نشئ کولای، د بل چا ټویټ ته ځواب نشئ ورکولای، بل چا ته لایک نشئ ورکولای او یواځې ستاسو څارونکي کولای شي ستاسو پخواني ټویټونه وګوري.

وړاندې تر دې چې ستاسو د محدود وضعیت له پاره سرچپه شمېرنه پیل کړو، ښایي له تاسو څخه وغواړو چې ځینې مشخص اقدامات بشپړ کړئ. په دې کارونو کې ښایي ستاسو د برېښنالیک تاییدول، له خپل حساب سره د شمېرې اضافه کول او د هغو ټویټونو پاکول شامل وي چې زموږ له قوانینو سره په ټکر کې دي.

د خپل حساب د بیرته تر لاسه کولو لپاره، ننوځئ او هغه پیغام ولولئ چې وايي موږ د لنډ مهال لپاره ستاسې د حساب ځینې ځانګړنې محدودي کړي دي. پر پیل (Start) کلیک وکړئ او د غوښتل شویو اقداماتو د بشپړولو لپاره لارښوونې تعقیب کړئ.

یادښت: د ټویټر له قوانینو پرله پسې سرغړونه کېدای شي د دایمي تعلیق لامل وګرځي.

که تاسو فکر کوئ چې ستاسو حساب په تیروتنې سره محدود شوی دی، نو کولای شئ زموږ له مرستندویې ډلې سره اړیکه ونیسئ او د بیاکتنې غوښتنه وکړئ. 

که چیرته ستاسو حساب د لنډې مودې لپاره محدود شوی وي، نو هغه خلک چې ستاسو پروفایل ګوري هغوی ته به دا پیغام ورکول کېږي چې دې حساب ښایي د ټویټر قوانین تر پښو لاندې کړي وي او له هغوی به پوښتي چې آیا لا هم غواړي دغه پروفایل وګوري.
 

ستاسې د حساب ځینې ځانګړنې د مشکوک فعالیت له کبله محدودي شوې دي


 که چیرته داسې ښکاري چې ستاسو حسابډېر خلک څاري یا زیاته ښکېلتیا لري (لکه لایک کول، ټویټ ته ځواب ورکول او له زیاتونو سره ټویټ کول)، چې په دې توګه د ټویټر قوانین تر پښو لاندې کوي، نو تاسو ته به پیغام در کړل شي چې ستاسو د حساب ځینې ځانګړنې د لنډ وخت له پاره محدودې شوې دي.

دلته به تاسې دوه غوراوي ولرئ تر څو یو یې ترې وټاکئ:

  • ټویټر د لنډ مهال، ځانګړي حالت او مشخص وخت لپاره وکاروئ.
  • زموږ لارښوونې بشپړې کړئ تر څو ستاسې د ټلیفون شمېره یا برېښنالیک تایید کړو.
     

که غواړئ چې ټویټر د لنډ مهال او یا ځانکړي حالت له پاره وکاروئ، نو کولای شئ په اسانۍ سره پر Continue to X کلیک وکړئ. د خپل محدود شوي حالت پر مهال به ستاسو حساب او ټویټونه په ټویټر کې په مشخصو ځایونو کې له هغې ډلې د پلټنې د پایلو او خبرتیاوو په برخه کې فلټر شي. که چیرته تاسې Continue to X وټاکئ، نو تاسو بېرته شا ته نشئ ستنېدای او د تایید غوراوی نشئ ټاکلی.

د خپل ټلیفون شمېرې او یا برېښنالیک په تاییدولو سره د خپل حساب بېرته ترلاسه کولو له پاره پر تایید (Verify) کلیک وکړئ او زموږ لارښوونې وڅارئ. د خپل ټلیفون شمېرې او برېښنالیک پتې تاییدول ستاسو سره په ټویټر کې د احتمالي خپلکاره او سکرېپټ شوي فعالیت په را کمولو کې مرسته کوي.

یادښت: که ستاسو حساب په تکراري ډول د ټویټر قوانین تر پښو لاندې کړل، یا په سخت ډول له نورو حسابونو سره ښکېل شو، نو ښایي تاسو ته د ټلیفون له لارې د تایید غوراوی در نکړل شي. په داسې حالت کې به تاسو یوازې دومره وکولای شئ چې ټویټر په یوه ځانګړي حالت کې او د ټاکل شوي وخت له پاره وکاروئ.

خپل بند شوي حسابونه څه ډول غیر فعالولای شئ

د خپل بند شوي حساب د غیرفعالولو ل پاره، مهرباني وکړئ زموږ د ستونز د حل مقالوته مراجعه وکړئ یا دلته  خپله غوښتنه وسپارئ.  همدارنګه کولای شئ خپلې غوښتنې موږ ته زموږ د محرمیت د پالیسۍ لاندې ذکر شوې "څه ډول اړیکه ونیسو؟" برخې له لارې را واستوئ.

څه ډول کولای شئ د خپلو شخصي معلوماتو د یوې کاپي د ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ

بند شوي حسابونه کولای شي خپلو معلوماتو ته د لاسرسي لپاره دلته خپله غوښتنه وسپاري. همدارنګه کولای شي خپلې غوښتنې موږ ته زموږ د محرمیت د پالیسۍ لاندې ذکر شوې "څه ډول اړیکه ونیسو؟" برخې له لارې را واستوي.

که فکر کوئ چې ستاسو حساب په تیروتنې سره بند شوی دی، نو تاسو کولای شئ زموږ له مرستندویې ډلې سره اړیکه ونیسئ او د بیاکتنې غوښتنه وکړئ.
 

ستاسې د حساب ځینې ځانګړنې د لنډ مهال لپاره محدودې شوې دي


 خبرې اترې د ټویټر له پاره مهمې دي، خو که چیرته موږ داسې څه وموندل چې هغه د ټویټر قوانین تر پښو لاندې کوي یا هم په ازاده توګه د نورو خلکو د څرګندونو مخنیوی کوي، نو بیا موږ د لنډ مهال لپاره د هغه د حساب ځینې ځانګړنې محدودوو. د بېلګې په توګه، کېدای شي دا په دې معنا وي چې یوازې ستاسې څارونکي کولای شي په ټویټر کې ستاسې فعالیت، ټویټونه، لایکونه، د ټویټ ځوابونه او داسې نور وویني. بالقوه ناوړه محتوی ته لاسرسی محدودول د یوه خوندي چاپیریال او د ټویټر د یوې پیاوړې ټولنې د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

کله چې تاسو ننوتئ او دا پیغام مو ولید نو پر Continue to X کلیک وکړئ تر څو ستاسې د حساب د ځانګړنو د بیرته تر لاسه کولو لپاره معکوسه شمېرنه پیل شي. تاسې کولای شئ د ټویټر د ناوړه چلند د تګلارې په اړه لا زیات ولولئ او زموږ د کرکه پاروونکي چلند د تګلارې لپاره لارښوونې ومومئ. 

دغه مقاله شریکه کړئ