د اعتبار د تایید پالیسي

دا پاڼه هغه معیارونه مستند کوي چې مخکې د آبی تایید شوي نښان د ترلاسه کولو لپاره کارول کېدل. X د ۲۰۲۲ د نومبر له ۷مې وروسته تر دغو معیارونو لاندې د تایید لپاره نوي غوښتنلیکونه نه مني. که څه هم دغه پالیسي به لا هم پر هغو حسابونو د پلي کېدلو وړ وي چې له دې نېټې څخه مخکې یې نښان ترلاسه کړی.

کولای شئ  دلته د آبي نښې ترلاسه کولو لپاره زموږ د اوسنۍ پروسې په اړه نور پوه شئ.

د تایید لپاره اړتیاوې

په X کې آبي تایید شوی نښان  خلکو ته اجازه ورکوي څو پوه شي چې د عامه علاقې اړوند یو حساب کره دی. د آبي نښان ترلاسه کولو لپاره، ستاسو حساب باید کره، مشهور، او فعال وي.

د پلټفارم د کارنانو تر منځ د باور د هڅولو او ساتلو لپاره، د تایید کېدلو لپاره باید له X سره خپل هویت تایید کړئ. برخې یا کټگورۍ ته په کتلو سره، له تاسو څخه غوښتل کېږي چې د خپل هویت د تایید له لاندې طریقو څخه یوه یې غوره کړئ.

  • رسمي وېبسایټ: د یوه رسمي وېبسایټ تړونی یا لینک وړاندې کړئ چې تاسو (یا ستاسو سازمان) او د X حساب ته مراجعه کوي. د افرادو لپاره، هغه سازمان چې وېبسایټ لري باید په X کې تایید شوی وي.
  • د پېژند تایید: د حکومت له خوا د هویت د صادر شوي رسمي باوري سند، لکه خپل د موټر چلولو جواز یا پاسپورټ عکس وړاندې کړئ. دغه اړتیاوې پر افرادو پلي کېږي، نه په شرکتونو، برنډونو، یا سازمانونو.
  • رسمي برېښنالیک پته: د خپلې خوښې کړې د شهرت برخې یا کټگورۍ اړوند یوه ډومین سره یو رسمي برېښنالیک پته وړاندې کړئ. د افرادو لپاره، هغه سازمان باید په X کې تایید شوی وي چې ډومین ورسره تړلی دی. 

ستاسو حساب باید د شهرت له لاندې تشریح شوو معیارونو سره سم د یوه پېژندل شوي شخص یا برنډ استازیتوب وکړي یا په بل ډول تړاو ورسره ولري. د حساب د کنټرولونکي د هویت په تاییدولو سربیره، X د حسابونولاندې ډولونه د تشریح شوو معیارونو پر بنسټ تاییدوي. په ټولو برخو یا کټگوریو کې، X ښايي پر شرایطو برابر تړاو په مستقیم ډول د کاروباري مشارکت یا مستقیمې اړیکې له لارې تایید کړي. ښايي په هره برخه یا کټگورۍ کې د شهرت د تایید لپاره لاندې معلومات وغواړو:

  • خبري پوښښ: خبرې مقالې وړاندې کړئ چې ستاسو یا ستاسو د سازمان په اړه دي یا په مقاله کې څو ځله تاسو یا ستاسو سازمان ته اشاره شوې وي. دغه مقالې باید له تایید شوو خبري سازمانونو څخه وي او یو بلاگ یا په خپله خپره کړې منځپانگه نه شي کېدای. ځینې برخې یا کټگورۍ ښايي له تاسو څخه وغواړي څو هغه مقالې واستوئ چې تاسو یا ستاسو سازمان ته په اشارې سربېره، د تاسو یا د ستاسو د سازمان د X د کارن تړونی هم ولري.
  • Google Trends: په Google Trends کې د یوه پېژنیال لېنک وړاندې کړئ چې د لټون تاریخچه ښيي او له هغې برخې یا کټگورۍ سره تړاو لري چې غوښتنه په کې کوئ.
  • ویکيپېډیا: د ځان یا د خپل سازمان په اړه د ویکیپېډیا د یوې ثابتې مقالې تړونی وړاندې کړئ چې د پوهنغونډ د شهرت له معیارونوسره برابره وي.
  • د صنعت نورې ځانگړې مراجعې: برخې یا کټگورۍ ته په کتلو سره، موږ ښايي د صنعت د نورو ځانگړو مراجعو غوښتنه وکړو، لکه د ساتېري لپاره د یوې IMDB پاڼې تړونی.
  • د تعقیبونکو یا یادوونو شمېر: که څرگنده شي چې ستاسو حساب ستاسو په جغرافیوي موقعیت کې په .۰۵٪ غوره تعقیبونکو یا یادوونو په شمېرکې دی، ښايي د ځانگړو برخو یا کټگوریو لپاره د شهرت د شواهدو په توگه وگڼل شي.
 
ستاسو حساب باید د X د قوانینود رعایت له سابقې سره فعال وي. یعني:

  • بشپړ: ستاسو حساب د پېژنیال نوم، او د پېژنیال انځور لري؛ 
  • فعال کارول: ستاسو حساب باید د غوښتنې پر مهال عمومي وي او باید په تېرو شپږو میاشتو کې دغه حساب ته دننه شوي وئ.
  • امنیت: ستاسو حساب باید یوه تایید شوې برېښنالیک پته یا د تلېفون شمېره ولري؛ او
  • د X قوانین: ستاسو حساب باید په تېرو ۱۲ میاشتو کې د X له قوانیو څخه د سرغړونې لپاره ۱۲-ساعته یا ۷-ورځنۍ کولپ نه وي لرلی (د بیاکتنې له بریالیو غوښتنو پرته).* 
 
د تایید د غوښتنې طریقه

د تایید د غوښتنې طریقه
1 ګام

خپل د پېژنیال آیکن ته ولاړ شئ او اصلي مینو پرانیزئ. 

2 ګام

تنظیمات او محرمیتغوره کړئ.

3 ګام

خپل حساب غوره کړئ.

4 ګام

د حساب معلومات غوره کړئ. د ادامې لپاره ښايي اړتیا وي چې خپل پټنوم دننه کړئ. 

5 ګام

تر تایید شوي لاندې، د تایید غوښتنه غوره کړئ.  بیا ښکته ولاړ شئ او اوس غوښتنه وکړئ غوره کړئ. 

په اصلي مینو کې نور  آیکن ته ولاړ شئ. 

2 ګام

تنظیمات او ملاتړ غوره کړئ.

3 ګام

  تنظیمات او محرمیت غوره کړئ. 

4 ګام

خپل حساب غوره کړئ.

5 ګام

د حساب معلومات غوره کړئ. د ادامې لپاره خپل پټنوم دننه کړئ. 

6 ګام

تر تایید شوي لاندې، د تاييد غوښتنه وکړئ غوره کړئ.  بیا غوښتنه پیل کړئ

د تایید برخې یا کټگورۍ

د برخو یا کټگوریو او فرعي برخو یا فرعي کټگوریو له مخې د کره‌والي، شهرت او فعالیت لپاره ځانگړې اړتیاوې لاندې تشریح شوي:

د حکومتي ادارو حسابونه

د اوسنیو حلکومتي ادارو، وزارتونو، او بنسټونو حسابونه.

مخکې شرطونه:

  • هغه حسابونه چې په خپل پېژنیال کې یو رسمي حکومتي URL ته اړوند تړونی لري
  • حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې «فعال» حسابونه ښيي.

همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کره‌والي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.

  • لږترلږه د ۵ اړوندو مقالو تړوني چې غوښتني ته یې څو ځله د حکومتي ادارې یا عامه خدماتو په توگه اشاره کړې وي. 
  • له رسمي حکومتي ډومین سره یو برېښنالیک پته تایید کړئ
  • هغه رسمي وېبسایټونه او خبري مقالې چې له مخکې تایید شوو سازمانونو خپرې کړي وي او ستاسو د سازمان د X کارن یا رسمي برېښنالیک پتې ته اشاره کوي، کېدای شي د غوښتونکي د حساب په کره کولو کې مرسته وکړي.

په حکومت کې اشخاص

د فدرالي یا ایالتي کچې د حکومتي چارواکو حسابونه، لکه د ایالت مشران، ټاکل شوي چارواکي، گمارل شوي وزیران، سفیران، او رسمي ویاندان.

مخکې شرطونه:

  • حساب د دوی په بایو (bio) کې د دوی حکومتي دندې ته اشاره کوي.
    • دا د دوی د دفتر لپاره د دوی رسمي حساب دی، نه شخصي یا د کمپاین حساب 
  • حساب د دوی په پېژنیال کې د رسمي حکومتي URL تړونی لري
  • اوس په هغه حکومتي اداره کې خدمت کوي چې د دوی په بایو (bio) کې یاده شوې.
  • حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې «فعال» حسابونه ښيي.

همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کره‌والي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.

  • د تایید شوي حکومتي بنسټ په رسمي سایټ کې ستاسو نوم یا د X کارن ته عمومي مراجعه؛ URL باید د مراجعې ځانگړې پاڼې سره تړونی یا لینک ولري
  • لږترلږه د ۵ خبري مقالو تړوني چې ستا په حکومتي دنده کې تا ته اشاره کوي
  • له رسمي حکومتي ډومین سره یو برېښنالیک پته تایید کړئ
  • ستاسو د حکومت له لوري صادر شوي باوري پېژندپاڼې (ID) تصویر 

د ادارو لپاره نوماندان

په راتلونکو ټاکنو کې په ایالتي کچه یا ملي کچه د عامه ادارو یا دندو لپاره د رسمي نوماندانو حسابونه. نوماندان به وړ و نه گڼل شي مگر دا چې د ټاکنو اړوند اداره کې یې نوم لیکنه وکړې.

مخکې شرطونه:

  • حساب دې ته اشاره کوي چې دی نوماند دی او د کومې ادارې یا دندې لپاره مبارزه کوي
  • حساب د کمپاین د وېبسایټ د URL تړوني لري
  • شخص په رسمي توگه په ایالتي یا ملي کچه په عامه ټاکنو کې چې تر اوسه نه دي شوي، د ټاکنو په اړونده اداره کې نوم لیکنه کړې
  • حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې «فعال» حسابونه ښيي.

همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کره‌والي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.

  • ستاسو د کمپاین رسمي وېبسایټ تړونی، چې ستاسو د X کارن ته اشاره یا مراجعه کوي
  • د ۵ خبري مقالو تړوني چې له غوښتنې څخه مخکې په تېرو ۶میاشتو کې خپرې شوي او تاسو ته د ادارې یا دندې لپاره د نوماند په توگه اشاره کوي
  • ستاسو د حکومت له لوري صادر شوي باوري پېژندپاڼې (ID) تصویر
  • هغه رسمي وېبسایټونه او خبري مقالې چې له مخکې تایید شوو سازمانونو خپرې کړي وي او ستاسو د X کارن یا رسمي برېښنالیک پتې ته اشاره کوي، کېدای شي ستاسو د حساب په کره کولو کې مرسته وکړي.
 
خبري ادارې

د اوسنیو حلکومتي ادارو، وزارتونو، او بنسټونو حسابونه.

مخکې شرطونه:

  • ستاسو حساب په بایو (bio) کې درسمي وېبسایټ تړونی ولري
  • ستاسو حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې «فعال» حسابونه ښيي.

همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کره‌والي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.

  • د یوه رسمي وېبسایټ تړونی یا لینک چې ستاسو سازمان او د X حساب ته اشاره یا مراجعه کوي
  • حساب په ورته جغرافیوي سیمه کې په .۰۵٪ غوره فعالو حسابونو کې د پلټفارم پوره حضور ښيي.
  • حساب د Google Trends د شواهدو، د ویکیپېډیا د یوې ثابتې مقالې د تړوني چې د پوهنغونډ د شهرت له معیارونوسره برابره وي، یا پر شرایطو برابر د ونډو بازار کې لېست کېدلو په وړاندې کولو سره، عامه حضور ښيي
  • په تېرو ۶ میاشتو کې د یوه تایید شوي سازمان له لوري د خپرو شوو ۳ مقالو تړوني چې غوښتونکي ته د یوې خبري ادارې په توگه اشاره یا مراجعه کوي
  • هغه رسمي وېبسایټونه او خبري مقالې چې له مخکې تایید شوو سازمانونو خپرې کړي وي او د غوښتونکي د X کارن یا ثبت شوې برېښنالیک پتې ته اشاره کوي، کېدای شي د غوښتونکي د حساب په کره کولو کې مرسته وکړي

په خبرونو کې اشخاص 

د تایید شوو خبري ادارارو له لوري د راپور ورکوونکو، د خبرونو د ویاندویانو، او ایډیټورانو په گډون د راپور ورکولو په عامه نقشونو کې د گومارل شوو اشخاصو حسابونه

مخکې شرطونه:

  • ستاسو حساب باید په مستقیم ډول ستاسو د X په بایو (bio) کې پر شرایطو برابر سازمان نوم او رسمي URL ته مراجعه وکړي. (یا د خپل گمارونکي رسمي سایټ @یاد یا mention کړی یا یې URL ولېکئ)
  • ستاسو گمارونکی له مخکې یو تایید شوی حساب لري
  • ستاسو حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې «فعال» حسابونه ښيي.

همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کره‌والي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.

  • شواهد چې تاسو او ستاسو د ټویټر کارن د شرکت په رسمي وېبسایټ کې لیکل شوی
  • په تېرو ۶ میاشتو کې ستاسو د گمارونکي له لوري د خپرو شوو ۳ مقالو تړوني چې تاسو ته د لیکوال په توگه اعتبار درکوي.
  • ستاسو د حکومت له لوري صادر شوي باوري پېژندپاڼې (ID) تصویر
  • هغه رسمي وېبسایټونه او خبري مقالې چې له مخکې تایید شوو سازمانونو خپرې کړي وي او د غوښتونکي د X کارن یا ثبت شوې برېښنالیک پتې ته اشاره کوي، کېدای شي ستاسو د حساب په کره کولو کې مرسته وکړي

ازاد خبریالان

هغه خبریالان چې دندې نه لري خو په دوامداره توگه په تایید شوو خبري خپرونو کې خپرونې کوي.

مخکې شرط:

  • ستاسو حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې فعال حسابونه ښيي.

همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کره‌والي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.

  • په تېرو ۶ میاشتو کې د یوې تایید شوې خبرې ادارې له لوري د خپرو شوو ۳ مقالو تړوني چې تاسو ته د لیکوال په توگه اعتبار درکوي. نظرونه نه منل کېږي.
  • ستاسو د حکومت له لوري صادر شوي باوري پېژندپاڼې (ID) تصویر
  • هغه رسمي وېبسایټونه او خبري مقالې چې له مخکې تایید شوو سازمانونو خپرې کړي وي او د غوښتونکي د X کارن یا ثبت شوې برېښنالیک پتې ته اشاره کوي، کېدای شي ستاسو د حساب په کره کولو کې مرسته وکړي
 
سازمانونه

هغه حسابونه چې د شرکتونو، برنډونو، غیرگټندویو سازمانونو په گډون د مشهورو سازمانونو استازیتوب کوي. د تایید شوو سازمانونو اړوند دوییمي حسابونه هم ښايي پر شرایطو برابر وي.

مخکې شرطونه:

  • د خپل حساب په پېژنیال کې د خپل شرکت د رسمي وېبسایټ تړونی ولري
  • حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې فعال حسابونه ښيي

همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کره‌والي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.

  • د یوه وېبسایټ تړونی چې د ونډو په عامه بازار کې ستاسو د شرکت شتون ښيي
  • ستاسو د سازمان په اړه د ویکیپېډیا د یوې ثابتې مقالې تړونی چې د پوهنغونډ د شهرت له معیارونوسره برابره وي.
  • له غوښتنې مخکې په تېرو ۶ میاشتو کې له مخکې تایید شوې یوې خبرې ادارې له لوري ستاسو د سازمان په اړه د خپرو شوو ۳ یا زیاتو مقالو تړوني.
  • وښيئ چې ستاسو حساب په ورته جغرافیوي سیمه کې په .۰۵٪ غوره فعالو حسابونو کې د تعقیبوونکو شمېر لري

مشران او اجرایوي مدایران

د تایید شوو شرکتونو، برنډونو او غیر گټندویو سازمانونو مشران او نورو مشهور اجرایوي مدیران

مخکې شرط:

  • حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې فعال حسابونه ښيي

همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کره‌والي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.

  • د خپل وېبسایټ یو تړونی یا لېنک چې شخص او د X حساب ته اشاره یا مراجعه کوي
  • ستاسو په اړه د ویکیپېډیا د یوې ثابتې مقالې تړونی چې د پوهنغونډ د شهرت له معیارونوسره برابره وي.
  • له غوښتنې مخکې په تېرو ۶ میاشتو کې د یوې تایید شوې خبرې ادارې له لوري د خپرو شوو ۳ یا زیاتو مقالو تړوني چې تاسو ته د مشرتابه په یوه مقام کې اشاره کوي
  • ستاسو د حکومت له لوري صادر شوي باوري پېژندپاڼې (ID) تصویر
 
د ساتېري یا تولیدي شریک

د ساتېري د سترو شرکتونو، لکه د فلم سټوډیوگانو، تلوېزیوني شبکو، او د موزیک د بنسټونو حسابونه ښايي تایید شي. له دغو بنسټونو سره دتړلو تولیداتو، لکه فلمونو، پېښو/فسټیوالونو، یا تلوېزیوني نمایشونو رسمي حسابونه، تر هغې چې د ساتېري له یوه تایید شوي سازمان سره تړاو ولري، ښايي تایید شي.

مخکې شرطونه:

  • رسمي وېبسایټ ته د پېژنیال تړونی یا لېنک
  • حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې فعال حسابونه ښيي

همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کره‌والي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.

  • په ورته جغرافیوي سیمه کې په .۰۵٪ غوره فعالو حسابونو کې د پلټفارم پوره حضور وښيئ.
  • د Google Trends د شواهدو، د ویکیپېډیا د یوې ثابتې مقالې د تړوني چې د پوهنغونډ د شهرت له معیارونوسره برابره وي، یا پر شرایطو برابر د ونډو بازار کې د لېست کېدلو په وړاندې کولو سره، عامه حضور وښيئ
  • له غوښتنې مخکې په تېرو ۶ میاشتو کې د یوې تایید شوې خبرې ادارې له لوري د سازمان په اړه د خپرو شوو ۳ یا زیاتو مقالو تړوني.
  • د سازماني رسمي وېبسایټ ته یو تړونی یا لېنک
  • هغه رسمي وېبسایټونه او خبري مقالې چې له مخکې تایید شوو سازمانونو خپرې کړي وي او د غوښتونکي د X کارن یا ثبت شوې برېښنالیک پتې ته اشاره کوي، کېدای شي د غوښتونکي د حساب په کره کولو کې مرسته وکړي

په ساتېري کې اشخاص

له دغه ډول بنسټونو یا د دوی له تولیداتو سره تړلو هنرمندانو، اداکارانو، ډایرکټرانو، او نورو ورته عامه نقشونو انفرادي حسابونه.

مخکې شرطونه:

  • پېژنیال د ساتېري د تایید شوي بنسټ د رسمي وېبسایټ تړونی یا لېنک لري چې هغه غوښتونکي ته اشاره یا مراجعه کوي چې د شهرت د شواهدو په توگه یې وړاندې کړی
  • حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې فعال حسابونه ښيي

همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کره‌والي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.

  • د غوښتونکي د IMDB پاڼې تړونی یا لېنک چې د تولید له ۵۰ څخه زیات کرېډېټ ولري
  • په تېرو ۶ میاشتو کې د تایید شوو خبري خپرونو له لوري د خپرو شوو ۳ مقالو تړوني چې غوښتونکی په کې یاد شوی وي.
  • د یوه وېبسایټ تړونی چې په ځانگړې توگه د غوښتونکي د X حساب ته مراجعه کوي او وېبسایټ له مخکې د تایید شوي سازمان رسمي وېبسایټ وي
  • د حکومت له لوري صادرې شوې باوري پېژندپاڼې (ID) تصویر
  • هغه رسمي وېبسایټونه او خبري مقالې چې له مخکې تایید شوو سازمانونو خپرې کړي وي او د غوښتونکي د X کارن یا ثبت شوې برېښنالیک پتې ته اشاره کوي، کېدای شي د غوښتونکي د حساب په کره کولو کې مرسته وکړي
 
مسلکي سپورتي سازمانونه، ټيمونو او لیگونه

د مسلکي سپورتي لیگونو، کلبونو، ټیمونو او د الیمپيک او پارا المپیک په څېر د نړیوالو سیالیو حسابونه.

مخکې شرطونه:

  • د خپل حساب په پېژنیال کې د خپل شرکت د رسمي وېبسایټ تړونی ولري
  • حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې فعال حسابونه ښيي

همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کره‌والي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.

  • په ورته جغرافیوي سیمه کې په .۰۵٪ غوره فعالو حسابونو کې د پلټفارم پوره حضور وښيئ.
  • له مخکې د یوه تایید شوي رسمي سپورتي سازمان، ټيم، یا لیگ د وېبسایټ تړونی چې غوښتونکي ته مراجعه کوي
  • د Google Trends د شواهدو، د ویکیپېډیا د یوې ثابتې مقالې د تړوني چې د پوهنغونډ د شهرت له معیارونوسره برابره وي، یا پر شرایطو برابر د ونډو بازار کې د لېست کېدلو په وړاندې کولو سره، عامه حضور وښيئ
  • له غوښتنې مخکې په تېرو ۶ میاشتو کې د یوې تایید شوې خبرې ادارې له لوري د سازمان په اړه د خپرو شوو ۳ یا زیاتو مقالو تړوني
  • هغه رسمي وېبسایټونه او خبري مقالې چې له مخکې تایید شوو سازمانونو خپرې کړي وي او د غوښتونکي د X کارن یا ثبت شوې برېښنالیک پتې ته اشاره کوي، کېدای شي د غوښتونکي د حساب په کره کولو کې مرسته وکړي

په مسلکي سپورتونو کې اشخاص

له دغه ډول بنسټونو سره د تړلو اتلانو، روزونکو، د ټیم د غړو، او نورو په ورته مدیریت یا عامه نقشونو کې انفرادي حسابونه. 

یادښت: موږ به اماتور اتلان چې د کالج (یا ښکته) په کچه یا په رسمي کوچنیو لیگونو کې سیالۍ کوی تایید نه کړو مگر دا چې د اغېزناکو اشخاصو په برخه یا کټگورۍ کې د تایید معیارونه پوره کړي.

مخکې شرط:

  • حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې فعال حسابونه ښيي

همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کره‌والي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.

  • د یوه وېبسایټ تړونی چې په ځانگړې توگه غوښتونکي ته مراجعه کوي او وېبسایټ له مخکې د تایید شوي سازمان رسمي وېبسایټ وي
  • له غوښتنې څخه مخکې په تېرو ۶ میاشتو کې د تایید شوو خبري سازمانونو له خوا د خپرو شوو ۳ یا زیاتو مقالو تړوني چې غوښتونکی په سپورت کې د یوه مسلکي شخص په توگه ښيي
  • د حکومت له لوري صادرې شوې باوري پېژندپاڼې (ID) تصویر
  • هغه رسمي وېبسایټونه او خبري مقالې چې له مخکې تایید شوو سازمانونو خپرې کړي وي او د غوښتونکي د X کارن یا ثبت شوې برېښنالیک پتې ته اشاره کوي، کېدای شي د غوښتونکي د حساب په کره کولو کې مرسته وکړي

په لوبو کې اشخاص

د برېښنايي سپورت (esport) د اتلانو انفرادي حسابونه چې د لوبو له تایید شوو ډلو یا لیگونو سره تړاو لري.

مخکې شرطونه:

  • د حساب د تعقیبوونکو شمېر د دوی په سیمه کې په غوره ۰.۰۵٪ کې راځي
  • د لوبو له تایید شوې ډلې یا لیگ سره تړاو لري او په خپله بایو (bio) کې اشاره یا مراجعه ورته کوي
  • حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې فعال حسابونه ښيي

همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کره‌والي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.

  • د ټیم یا لیگ د رسمي وېبسایټ تړونی چې غوښتونکي ته د برېښنايي سپورت (esports) د تایید شوي ټیم د برېښنايي سپورت (esports) د مسلکي اتل یا رزونکي په توگه اشاره کوي
  • له غوښتنې څخه مخکې په تېرو ۶ میاشتو کې د Launcher، Gamesbeat، Dexerto، Kotaku، Polygon، یا IGN په څېر خبري رسنیو کې د ۳ یا زیاتو مقالو تړوني چې د شخص په اړه وي یا اشاره (مراجعه) ورته کوي
  • د حکومت له لوري صادرې شوې باوري پېژندپاڼې (ID) تصویر
  • هغه رسمي وېبسایټونه او خبري مقالې چې له مخکې تایید شوو سازمانونو خپرې کړي وي او د غوښتونکي د X کارن یا ثبت شوې برېښنالیک پتې ته اشاره کوي، کېدای شي د غوښتونکي د حساب په کره کولو کې مرسته وکړي
 
له پورتنیو تعریف شوو مسلکي برخو یا کټگوریو څخه بهر، هغه خلک چې X په اغېزناکه توگه د پوهاوي رسولو، معلوماتو د شریکولو، او په یوه موخه د ټولنې د غړو د راټولولو، د ټولنیز-اقتصادي، سیاسي، یا فرهنگي بدلونونو د راوستلو، یا په بل ډول د ټولنې د پیاوړي کولو لپاره کاروي، ښايي تایید شي.

مخکې شرطونه:

  • حساب یو شخص منعکسوي، نه یو سازمان
  • د حساب د تعقیبوونکو شمېر د دوی په سیمه کې په غوره ۰.۰۵٪ کې راځي
  • حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې فعال حسابونه ښيي

همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کره‌والي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.

  • د مدافعې له کار سره د تړلي یوه وېبسایټ تړونی چې د حساب د څښتن نوم ته اشاره کوي یا ښيي چې دوی د مدافعې په ډله کې د مشرتابه ځای لري.
  • په تېرو ۶ میاشتو کې په تایید شوو خبري سرچینو کې د شخص او د دوی د مدافعې د کار په اړه د خپرو شوو ۳ یا زیاتو مقالو تړوني
  • هغه رسمي وېبسایټونه او خبري مقالې چې له مخکې تایید شوو سازمانونو خپرې کړي وي او د غوښتونکي د X کارن یا ثبت شوې برېښنالیک پتې ته اشاره کوي، کېدای شي د غوښتونکي د حساب په کره کولو کې مرسته وکړي

* د اوسنیو پېښو په ځواب کې، موږ ښايي هغه حسابونه چې د خپل تخصص یا د زیاتې عامه علاقې وړ موضوعاتو کې د عامه نقش او همدارنگه د دوی د هویت د جعل د حساسیت له امله پورتنۍ اړتیاوې نه پوره کوي، تایید کړو. د بېلگې په توگه:

  • د ساري ناروغیو یا د عامې روغتیا د نورو کړکېچونو پر مهال روغتیایي متخصصان؛
  • د لاریون په وخت کې یا د یوې پام‌وړ فرهنگي پېښې په تړاو فعالین او ځايي سیاسي مشران؛
  • د عامه خوندیتوب او خبریالانو حسابونه چې د طبیعي پېښو په اړه راپورونه ورکوي؛ یا
  • د مدني یا بشري حقونو په ملاتړ د مبارزو تنظیموونکي، ملاتړ کوونکي یا بنسټگران
 
د ډیجیټل منځپانگې منل شوي جوړونکي چې له غوښتنې مخکې لږترلږه تېرې ۶ میاشتې په دوامداره توگه اصلي منځپانگه (د پلټفارم په پام کې نیولو څخه پرته) خپروي او لاندې د نورو اغېزناکو اشخاصو لپاره لیکل شوي د تعقیب کوونکي یا یادولو (follower) معیارونه پوره کوي.

مخکې شرطونه:

  • حساب یو شخص منعکسوي، نه یو سازمان
  • حساب په خپله جغرافیوي سیمه کې د پلټفارم د پام‌وړ حضور (د یادوونو یا تعقیبوونکو د غوره ۰.۰۵٪ شمېرې) معیارونه پوره کوي
  • حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې فعال حسابونه ښيي

همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کره‌والي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.

  • د لټون د وروستي فعالیت له شواهدو سره د Google Trends پېژنیال
  • ستاسو په اړه د ویکیپېډیا یوه ثابته مقاله چې د خبلکو لپاره د پوهنغونډ د شهرت له معیارونوسره برابره وي
  • له غوښتنې مخکې په تېرو ۶ میاشتو کې په هغو خبري رسنیو کې چې د خبرونو لپاره پورتني معیارونه پوره کوي، د ۳ یا زیاتو ځانگړو مراجعو تړوني؛ ستاسو د مسلک او تخصص اړوند د ځانگړو خپرونو په گډون
  • له X څخه بهر د منځپانگې د پاڼې تړونی چې په تېرو ۶ میاشتو کې ستاسو خپره کړې منځپانگه ښيي
  • هغه رسمي وېبسایټونه او خبري مقالې چې له مخکې تایید شوو سازمانونو خپرې کړي وي او د غوښتونکي د X کارن یا ثبت شوې برېښنالیک پتې ته اشاره کوي، کېدای شي د غوښتونکي د حساب په کره کولو کې مرسته وکړي. 

پر شرایطو نابرابر حسابونه

ځینې حسابونو د آبي نښان لپاره د اړتیاوو (کره، مشهور، او فعال) پر پوره کولو سربېره پر شرایطو برابر نه دي، په شمول دې: 

  • تقلیدي (Parody)، د خبرونو (newsfeed)، تبصرې (commentary)، او د پلویانو (fan) غیر رسمي حسابونه
  • کورني څاروي او افسانوي شخصیتونه، مگر دا چې په مستقیم ډول له یوه تایید شوي شرکت، برنډ، یا سازمان، یا د ساتېري له یوه تایید شوي تولید سره تړاو ولري
  • هغه حسابونه چې زموږ د پلټفارم د لاسوهنې او سپم پالیسۍ په جدي سرغړونو کې ښکېل دي، لکه د تعقیب کوونکو او ښکېلتیا پېرل او پلورل
  • د هغو اشخاصو او ډلو حسابونه چې له همغږي شوي زیان رسوونکي فعالیت، یا کرکجنې منځپانگې سره تړاو لري لکه څرنگه چې د X د اعلاناتو په پالیسي کې تعریف شوي، یا د نړیوالې محکمې (court/tribunal) یا د یوه نړیوال سازمان له لوري واک لرونکي حقیقت موندونکي ماموریت یا د څېړنو کمېسیون له لوري د بشري حقونو د سترو سرغړونو مرتکبین گڼل شوي وي، ښايي د تایید لپاره وړ نه وي - ان که په X کې د دوی فعالیت د X له قوانینو څخه سرغړونه هم نه کوي
  • هغه حسابونه چې په معمول ډول داسې منځپانگه خپروي چې کوم شخص یا ډله ځوروي، شرموي یا یې سپکاوی کوي - په ځانگړې توگه د نژاد، توکم، ملي منشا، جنسي تمایل، جنډر هویت، مذهبي تړاو، عمر، معلولیت، روغتیايي/جنیټيکي حالت، د پخواني سرتېري د حالت، د پناه غوښتونکي د حالت، یا د کډوال د حالت له امله - یا داسې منځپانگه خپروي چې د یوې ډلې دغړو غوره والی یا گټې په داسې ډول ترویجوي چې په احتمالي توگه د دې برخو یا کټگوریو له مخې سپکوونکې گڼل کېږي؛ او
  • هغه حسابونه چې د غوښتنلیک په پروسه کې د غیرمجازې مرستې په وړاندې کولو سره په خپله د تایید د نښان پلور ترویجوي**
 
متداولې پوښتنې او د تایید شوي حالت له لاسه ورکول

متداولې پوښتنې
د تایید شوي حالت له لاسه ورکول

تایید څه معنا؟

په Twitter کې آبي تایید شوی نښان خلکو ته اجازه ورکوي څو پوه شي چې د عامه علاقې اړوند یو حساب کره دی. 

څوک په Twitter کې تایید کېدای شي؟

د دې لپاره چې تایید شي، ستاسو حساب باید مشهور او فعال وي. د مشهورو حسابونو ډولونه چې اوس یې موږ تاییدوو په لاندې ډول دي:

څوک کولای شي د Twitter تایید ترلاسه کړئ؟

هر څوک کولای شي د تایید غوښتنه وکړي. مهرباني وکړئ مخکې له غوښتنې څخه، اړتیاوې ولولئ څو پوه شئ چې آیا ستاسو حساب پر شرایطو برابر دی او که نه. د تایید د غوښتنې طریقه زده کړئ. 

څنگه کولای شم د Twitter تایید ترلاسه کړم؟

لومړی، ډاډه شئ چې د تایید لپارهاړتیاوې او  برخې یا کټگورۍ  پوره کوئ. که ستاسو حساب معیارونه پوره کوي،  د تایید د غوښتنې د طریقې پړاونه تعقیب کړئ. 

څنگه پوه شم چې زه تایید شوی یم؟

په خپل Twitter پېژنیال کې آبي تایید شوی نښان وگورئ. ټول تایید شوي حسابونه د خپل ښودل شوي نوم تر څنگ نښان لري.

څنگه پوه شم چې یو څوک تایید شوی دی؟

په Twitter کې تایید شوي حسابونه په ټول کاریال (app) کې د خپل ښودل شوي نوم تر څنگ آبي نښه لري.

د تایید نښه په اتومات ډول له یوه حساب څخه لرې کېدای شي؟

هو، زموږ د  پالیسۍ د برخې په توگه، تایید شوي نښانونه به په اتومات ډول له غیر فعالو او نیمگړو حسابونو څخه لرې شي. د Twitter یو بشپړ حساب داسې تعریف کېږي چې لاندې ټول عناصر ولري:

  • تایید شوې برېښنالیک پته یا د تلېفون شمېره
  • د پېژنیال انځور
  • ښودل شوی نوم

کولای شم د خپل تایید شوي نښان د لرې کولو غوښتنه وکړم؟

اوس ناشونې ده چې له Twitter څخه وغواړئ څو ستاسو تایید شوی نښان لرې کړي.

کولای شم د یوه بل حساب د تایید شوي نښان د لرې کولو غوښتنه وکړم؟

اوس ناشونې ده چې له Twitter څخه وغواړئ څویو تایید شوی نښان لرې کړي.

ولې Twitter ښايي له یوه حساب څخه تایید شوی نښان لرې کړي؟

د تایید شوي حالت د لاسه ورکولو په اړه راتلونکی ټب وگورئ.

د X له خدماتو څخه د گټه اخیستلو له شرایطو سره سم، X ښايي له خبرتیا پرته هر وخت د یوه حساب تایید شوی حالت لرې کړي. 

کله کله، د حساب د څښتن له لوري په یوه حساب کې راوستل شوي بدلولونه ښايي د تایید شوي حالت د له ورکولو لامل شي. د کارن له لوري په رامنځته شوو بدلونونوکې لاندې موارد راځي، خو تر دغو مواردو پورې محدود نه دي: 

  • که تاسو خپل کارن نوم (@handle) بدل کړئ
  • که ستاسو حساب غیر فعال یا نیمگړی شي
  • که تاسو نورپه هغه موقف کې نه یې چې په پیل کې د هغه لپاره تایید شوي وئ - لکه یو ټاکل شوی حکومتي چاروالی چې دنده پرېږدي - او تاسو په بله توگه د تایید معیارونه نه پوره کوئ
  • که ستاسو په هېڅ کې بدلونونه گمراه کوونکي وي یا په خپل حساب کې شخصیت په پام‌وړ توگه بدل کړئ
  • که ستاسو په حساب کې بدلونونه د تایید لپاره د وړتیا د پورته تشریح شوو اړتیاوو په پوره کولو کې د پاتې راتلو لامل شي
  • که ستاسو په حساب کې بدلونونه د دې لامل شي چې تاسو «پر شرایطو نابرابر حسابونو» په برخه کې په کومه کټگوري کې راشئ.

X ښايي له هغو حسابونو څخه هم آبي نښان لري کړي چې څرگنده شي د X له قوانینو څخه یې جدي یا مکررې سرغړونې کړي دي. د X له خدماتو څخه د گټې اخیستنې له شرایطو یا د X له قوانینو هر ډول سرغړونه، د X په پروسو کې لاسوهنه، یا د اجرايي کړنو مخنیوی ښايي د نښان د له لاسه ورکولو یا په ځانگړو مواردو کې د حساب د ځنډولو لامل شي. په دې کې لاندې موارد شامل دی: 

د مکررو سرغړونو پر بنسټ د نښان لرې کول به مورد په مورد وڅېړل شي نه په اتومات ډول. 

X دا حق خوندي ساتي چې د تایید د اوسنۍ خپرې شوې پالیسۍ له مخې د هر تایید شوي حساب وړتیاوې وارزوي.

دغه مقاله شریکه کړئ