څنګه کولای شی خپل د ټویټر حساب غیر فعال کړئ

آیا غواړی د ټویټر‎ څخه دمه واخلی؟ موږ پوه شوو. ځینې ​​وختونه دا غوره کار ده چې د هرشي څخه یو ګام شاته واخلو. یا که تاسو د دایمي دمې په لټه کې یاست‎، موږ بیا هم تاسو سره مرسته کولای شو د خپل ټویټر حساب غیر فعالولو یا حذف کولو څرنګوالي په اړه ، زموږ ګام په ګام لارښوونې تعقیب کړئ.

یادداښت: که تاسو د حساب اړوند ستونزه لرئ (د مثال په توګه   ورک ټویټونه ، د تعقیبوونکو یا د هغه کسانو چې تاسو یې تعقیبوی ناسم شمیر، مشکوک مستقیم پیغامونه  ]یا د حساب احتمالي خرابیدل ، ستاسو د حساب غیر فعال کول او بیا فعالول به دا حل نکړي. مهرباني وکړئ زموږ د ستونزو د حل کولو مقالو ته مراجعه وکړئ یا د ټویټر ملاتړ سره اړیکه ونیسئ.

 

د خپل ټویټر حساب حذف کولو په مقابل کې دهغه غیر فعال کول

ستاسو د ټویټر حساب غیر فعال کول د ستاسو حساب د تل لپاره حذف کولو لومړی ګام دی. غیر فعال کول 30 ورځې وخت نیسي. که تاسو د غیر فعال کولو 30 ورځنې مودې کې خپل حساب ته لاسرسی ونلری، نو ستاسو حساب حذف کیږي او ستاسو کارن نوم به نور ستاسو د حساب سره تړاو ونلري.
 

 

خپل د ټویټر حساب غیر فعال کول

غیر فعال کول ستاسو د ټویټر حساب د تل لپاره حذف کولو بهیر پیل کوي. دا ګام د 30 ورځو کړکۍ پیل کوي کوم چې تاسو وخت درکوي که چیرې تاسو غواړئ خپل حساب بیا فعال کړئ.

ستاسو د ټویټر حساب غیر فعال کول پدې معنی دي چې ستاسو کارن نوم (یا "handle") او عامه پروفایل به په twitter.com، د iOS لپاره ټویټر یا د Android لپاره ټویټر کې د لیدو وړ نه وي. 
 

 

خپل د ټویټر حساب حذف کول

ستاسو د غیر فعال کولو 30 ورځنې کړکۍ وروسته، ستاسو د ټویټر حساب د تل لپاره حذف کیږي. کله چې تاسو د 30 ورځنې کړکۍ په جریان کې خپل حساب ته دننه نشی، دا موږ ته خبر راکوي چې تاسو غواړئ د تل لپاره خپل ټویټر حساب حذف کړئ. یوځل چې ستاسو حساب حذف شي، ستاسو حساب نور زموږ په سیسټمونو کې شتون نلري. تاسو به نشئ کولی خپل پخوانی حساب بیا فعال کړئ او تاسو به هیڅ زاړه ټویټونو ته لاسرسی ونلرئ.

یوځل چې ستاسو حساب د غیر فعال کولو 30 ورځنې کړکۍ څخه وروسته حذف شي ، ستاسو کارن نوم به د نورو ټویټر حسابونو لخوا د ثبتولو لپاره شتون ولري.

 

د خپل حساب غیر فعالولو دمخه د پوهیدو لپاره غوره موارد

دلته یو څو شیان دي چې باید یې په ذهن کې وساتئ که تاسو پریکړه کړې وي چې خپل ټویټر حساب غیر فعال یا حذف کړئ:

  • ستاسو د ټویټر حساب حذف کول به ستاسو معلومات د لټون انجنونو لکه ګوګل یا بینګ (Bing‌) څخه حذف نکړي ځکه چې ټویټر دا سایټونه نه کنټرولوي. دلته ګامونه شتون لري چې تاسو یې واخلی که چیرې تاسو د لټون انجن سره اړیکه ونیسئ.
  • کله چې تاسو خپل د ټویټر حساب غیر فعال کړی، په نورو ټویټونو کې ستاسو د اکاونټ کارن نوم یادونه به لاهم شتون ولري. مګر هغه به نور ستاسو د پروفایل سره لینک نه وي ځکه چې ستاسو پروفایل به نور شتون ونلري. که تاسو غواړئ چې محتويات د ټویټر قواعدو په اساس بیاکتنه وشي، تاسو کولی شئ یو ټکټ دلته ثبت کړئ.
  • تاسو اړتیا نلرئ د خپل ټویټر حساب سره تړلی کارن نوم یا بریښنالیک بدلولو لپاره خپل حساب حذف کړئ. په هر وخت کې ‎د تازه کولو لپاره د حساب معلوماتو ته لاړ شئ.
  • د غیر فعالولو 30 ورځنې کړکۍ دننه خپل حساب ته ننوتل، په اسانۍ سره ستاسو حساب بییرته فعالوي.
  • که تاسو غواړئ خپل د ټویټر ډیټا (معلومات) ډاونلوډ کړئ، تاسو باید د هغې غوښتنه وکړئ، مخکې له دې چې خپل حساب غیر فعال کړی. ستاسو د حساب غیر فعال کول د ټویټر سیسټمونو څخه ډیټا (معلومات) نه لرې کوي.
  • ټویټر ممکن ستاسو په غیر فعال شوي حساب کې ځینې معلومات وساتي ترڅو د خپل پلیټ فارم او خلکو چې ټویټر کاروي خوندیتوب او امنیت ډاډمن کړي. نور معلومات دلته موندلی شئ.
     

که تاسو د خپل ټویټر حساب اداره کولو کې ستونزه لری، د خپل ټویټر حساب د حذف کولو غوره کولو دمخه د عامو ستونزو د حل کولو لپاره دا لارښوونې وګورئ.

 
څنګه کولای شی خپل د ټویټر حساب غیر فعال کړئ
1 ګام

د ځای پيدا کولو مينو (navigation menu) ايکن کیکاږئ، بیا Settings and privacy کیکاږئ.

2 ګام

Your account کیکاږئ، بیا Deactivate your account کیکاږئ.

3 ګام

د حساب غیر فعالولو معلومات ولولئ، بیا Deactivate کیکاږئ.  

4 ګام

خپل پسورډ (پټنوم) دننه کړئ کله چې اشاره وشي او بیا Deactivate کیکاږئ.

5 ګام

تایید کړئ چې تاسو غواړئ د Yes, deactivate په کیکاږلو کولو سره پرمخ لاړشئ.

1 ګام

په پورته مينو کې تاسې به يا د ځای پيدا کولو مينو (navigation menu) ايکن يا د خپل پروفايل (profile) ايکن کیکاږئ. هر هغه ايکن چې تاسې يې لرئ پرې کليک وکړئ، بيا په تنظيمات او محرميت (Settings and privacy) باندې کليک وکړئ.

2 ګام

Your account کیکاږئ، بیا Deactivate your account کیکاږئ.

3 ګام

د حساب غیر فعالولو معلومات ولولئ، بیا Deactivate کیکاږئ.  

4 ګام

خپل پسورډ (پټنوم) دننه کړئ کله چې اشاره وشي او بیا Deactivate کیکاږئ.

5 ګام

تایید کړئ چې تاسو غواړئ د Yes, deactivate په کیکا‌ږلو سره پرمخ لاړشئ.

1 ګام

د More آیکون کیکاږئ او بیا د ډراپ-ډاون مینو څخه Settings and privacy باندې کیکاږئ.

2 ګام

د Your account ټب څخه، په Deactivate your account باندې کلیک وکړئ.

3 ګام

Read the account deactivation information, then click Deactivate

4 ګام

کله چې اشاره وشي خپل پسورډ (پټنوم) دننه کړئ او تایید کړئ چې تاسو د Deactivate account تڼۍ په کیکاږلو سره غواړئ پرمخ لاړشئ.


که تاسو ومومئ چې تاسو ټویټر پسې خپه یاست او له 30 ورځو څخه لړ وخت تیر شوی وي، په ساده ډول ننوځئ او د خپل حساب د بیا فعالولو لپاره دا  مرحلې تعقیب کړئ.
 

 

د غیرفعالولو اړوند ډیرپوښتل شوي سوالونه

ایا د ټویټر غیر فعال کول زما مستقیم پیغامونه هم حذف کوي؟

د 30 ورځو غیر فعال کولو مودې په جریان کې، ستاسو مستقیم پیغامونه به حذف نشي. کله چې د غیر فعالولو موده پای ته ورسیږي او ستاسو حساب حذف شي، هغه مستقیم پیغامونه چې تاسو لیږلي به هم حذف شي.

ما خپل حساب غیر فعال کړ، مګر ولې دا بیا فعاله کیږي؟

که تاسو خپل حساب ته د لاسرسي لپاره کوم  دریم اړخ اپلیکیشنونو (third-party app) ته اجازه ورکړې وي ، تاسو به ممکن په غیر مستقیم ډول د بل اپلیکیشن څخه ننوځی. ځکه چې ټویټر ته ننوتل په اتوماتيک ډول ستاسو حساب بیا فعالوي، ډاډ ترلاسه کړئ چې خپل ټویټر حساب ته   دریم اړخ اپلیکیشنونو (third-party app) لغوه کړئ .

که د غیرفعالولو په وخت کې خپل پسورډ ونلرم نو څّه به وشي؟

که تاسو دا کار نه لرئ، یا تاسو یو پیغام ترلاسه کوئ چې دا غلط دی، تاسو ممکن د خپل پټنوم بیا تنظیمولو ته اړتیا ولرئ. هڅه وکړئ چې د پسورډ (پټنوم) د بیا تنظیم کولو بریښنالیک غوښتنه وکړئ.

ما د پاسورډ د بیا تنظیم کولو بریښنالیک غوښتنه وکړه، مګر که زه د خپل هغه بریښنالیک آدرس ته لاسرسی له لاسه ورکړم چې ما د خپل حساب تنظیم کولو لپاره کارولی و نو څه به وشي ؟

که تاسو خپل د هغه بریښنالیک پتې ته لاسرسی له لاسه ورکړئ کوم چې ستاسو د ټویټر حساب سره وصل دې، تاسو به اړتیا ولرئ د خپل بریښنالیک خدمت چمتو کونکي سره اړیکه ونیسئ.  خپل بریښنالیک ته د لاسرسي په برخه کې مرسته ترلاسه کړئ. غیر فعال کول یو داسې عمل دی چې باید د تایید شوي حساب لرونکي لخوا یا د تایید شوي حساب لرونکي په غوښتنه ترسره شي. تر هغه چې تاسو د تایید شوي بریښنالیک پتې څخه موږ سره اړیکه ونه نیسئ (یا په حساب کې د موبایل تایید شوې شمیرې ته لاسرسی ولرئ)، موږ نشو کولی ستاسو په استازیتوب حساب غیر فعال کړو. که تاسو په خپل حساب کې د موبایل تایید شوې شمیرې ته لاسرسی ولری ، نو تاسو کولی شئ  د پسورډ (پټنوم) بیا تنظیم کولو غوښتنه وکړئ.

زه څنګه خپل تړل شوی یا معطل شوی حساب غیر فعال کړم؟

د خپل تعلیق یا تړل شوي حساب غیر فعالولو لپاره، مهرباني وکړئ یوه غوښتنه  دلته وسپارئ.  غوښتنې زموږ د محرمیت پالیسۍ   "موږ سره د تماس کولو څرنګوالی" په اساس لیست شوي اړیکو ته هم په ګوته کیدی شي.

تاسو کولی شئ د  help خپل حساب په خلاصولو.  کې هم مرسته ترلاسه کړئ.د  خپل تړل شوي یا تعلیق شوي حساب اداره کولو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ , په شمول د  درخواست ثبتول..

دا مقاله شریکه کړئ