په X کې د تایید ترلاسه کولو طریقه

آبي نښه څه معنا؟

د تایید او ورسره آبي نښې تعریف تغییر کوي. تر اوسه، X آبي نښه د عامې علاقې وړ فعالو، مشهورو او کره حساب د ښودلو لپاره کاروله چې د ځانگړو اړتیاوو پر بنسټ X په خپلواک ډول تایید کړی.

اوس آبي نښان ښايي د دوو بېلابېلو څيزونو په معنا وي: یا دا چې یو حساب د تایید د پخوانیو معیارونو (فعال، مشهور، او کره) له مخې تایید شوی، یا دا چې حساب د X په نوي X Blue گډون خدمت کې یو فعال گډون لري، چې د ۲۰۲۲ د نومبر په ۹مه په iOS کې په متحده ایالاتو، کاناډا، آسټرالیا، نیوزیلنډ او انگلستان کې د لاسرسي وړ شوی. هغه حسابونه چې د X Blue د گډون په توگه آبي نښه ترلاسه کوي، د دې لپاره نه ارزول کېږي څو تایید شي چې په پخوانۍ پروسه کې کارول کېدونکي فعال، مشهور او کره معیارونه پوره کوي او که نه.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د هویت د جعل د خطرونو د کمولو لپاره، د ښودلو د نوم بدلول به په موقت ډول په تایید شوو حسابونو کې محدود شي. دا به تر پخواني پروگرام او د X د نوي X Blue گډون محصول لاندې پر تایید شوو حسابونو اغېز وکړي.

د وړتیا معیارونه

یوازې هغه حسابونه چې د ۲۰۲۲ د نومبر په ۹مه یا له هغې وروسته په iOS کې په X Blue کې گډون کوي، د آبي نښې لپاره د وړاندې تگ وړ دي.

د دې بدلون په پایله کې، اوس X نور د پخوانیو معیارونو له مخې د تایید لپاره ِغوښتنلیکونه نه مني. 

په یاد ولرئ ټول هغه حسابونه چې د ۲۰۲۲ د نومبر په ۹مه یا له دې وروسته په iOS کې په X Blue کې گډون کوي، په اتومات ډول به آبي نښه ترلاسه کړي، چې د گډون کوونکو د گډون په موده کې پاتې کېږي. 

د X Blue د گډون کوونکو لپاره د آبي نښې د لاسه ورکول

د X Blue د گډون کوونکو آبي نښه ښايي هر وخت د هر لامل له مخې د X له خوا لرې شي، د سپم، له بندښت څخه د تېښتې، او د هویت د جعل په اړه زموږ د قوانیو په گډون، چې تر دې پورې محدود نه دي، د X له قوانینو د سرغړونو د ځانگړو ډولونو پایله یې په لاملونو کې راځي.

د پخوانیو تایید شوو حسابونو لپاره د آبي نښې د لاسه ورکول

پخواني تایید شوي حسابونه هم ښايي هر وخت د هر لامل له مخې د X له خوا لرې شي، د سپم، له بندښت څخه د تېښتې، او د هویت د جعل په اړه زموږ د قوانیو په گډون، چې تر دې پورې محدود نه دي، د X له قوانینو د سرغړونو د ځانگړو  ډولونو پایله یې په لاملونو کې راځي. سربېره پر دې، پخواني تایید شوي حسابونه لا هم د پخوانۍ پالیسۍ د «تایید شوي حالت د لاسه ورکول» په برخه کې د تشریح شوو لارښودونو تابع دي.

د ’رسمي‘ پېژنیال لېبل څه معنی؟

پر آبي نښو سربېره، X د بصري پېژندنې سېگنالونه لکه لېبل او نښانونه هم د حساب پر پېژنیالونو پلي کوي څو د حسابونو د بېلابېلو ډولونو په اړه نوره زمینه - او په توپیر کولو کې مرسته - وړاندې کړي. 

د رسمي پېژنیال لېبل پر حکومتي حسابونو (د بنسټونو حسابونه، ټاکل شوي یا گمارل شوي چارواکي، او څو اړخیز سازمانونه)*، پر ځانگړو سیاسي سازمانونو لکه سیاسي گوندونو، د کاروباري شریکانو په گډون پر سوداگریزو شرکتونو، سترو برنډونو، رسنیو او خپرندویانو، او ځینو عامه څېرو په گډون پلي کېږي.

*له دولت سره د تړلو رسنیو او حکومتي حسابونه چې د حکومت د جیوپالوټیکي یا د حکومت د اړیکو د رسمي کانال نقش لوبوي، یو ځانگړی لېبل ښيي. د پېژنیال د لېبلو په اړه زموږ د مرستې په مرکز کې نور معلومات موندلی شئ. 

دغه مقاله شریکه کړئ